نړیوال خبرونه

امریکا ته د طالبانو غبرګون؛ واشنګټن د بشر حقوق نه پېژني

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکا د ښځو، ماشومانو او بشر حقوق نه پېژني

د تېرې سې شنبه په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه او بندیز وغندل او زیاته یې کړه چې دغه بندیزونه یا محدودیتونه افغانانو ته د منلو نه دي. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په غبرګون وايي، د افغان ښځو حقونه په واشنګټن پورې اړه نه لري.

مجاهد زیاتوی، امریکا له اسراییل په ملاتړ سره خپله څېره نړۍ ته ښه ور وپېژندله چې «نه د ښځو او ماشومانو حقونه پېژني او نه بشري حقونه پېژني.»

taliban
طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي دي.

طالبانو امریکا په غزه کې د اسراییلو پر ملاتړ تورنه کړه

انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان خلک د طالبانو له دې سیاست سره مخالف دي.

مجاهد د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي، چې امریکا باید د غزې د جګړو په اړوند خپل مسوولیت ته پام وکړي.

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

نور ولولئ: امریکا وايي، د طالبانو په اړه یې ستراتیژي نه ده بدله شوي

نور ولولئ: سیګار: امریکار د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا په غزه کې د اسراییل او د اسراییل له “جنایت” په ملاتړ وښوده چې “نه بشري حقونه پیژني او نه د ښځو او ماشومانو حقونه.”

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد وايي چې واشنګټن په فلسطین کې د اسراییلو په ملاتړ تورنه کړه. دده په خبره امریکا ولې په غزه کې د اسراییلو پر وحشتونو سترګې پټوي او هلته ولې د بشر حقوق نه غواړي.

taliban1
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

هغه دغه راز زیاته کړه: “دا د امریکا اصلي څېره ده.”

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په واشنګټن کې د “افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا نوښت” په غونډه کې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر ځپونکو سياستونو نيوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ٨٥ سلنه خلک د طالبانو له دغو بنديزونو سره مخالف دي.

انتوني بلېنکن ویلي، چې طالبان له اقتصادي برخو څخه د ښځو په لیرې کولو سره دې هېواد ته زیان رسوي.

ښاغلي بلېنکن د طالبانو دغه کړنه د افغانستان د دوامدار پرمختګ پر وړاندې خنډ وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو مخالف دي او دوی غواړي چې ښځې زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

د یادونې وړ ده چې طالبانو هر وخت د نړیوالو دغه غوښتنه چې ښځې باید زده کړو ته لاس رسی ولري، د افغانستان کورنۍ موضوع بللي او مخالف دریځ یې نیولی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button