نړیوال خبرونه

امریکا د افغانانو لېږد کې د قطر د رول ستاینه کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسـلامـي امـارت له بیا واکمنېدو وروسته د لس زره افغانانو او ډېپلوماټانو د وتلو زمینې برابرولو برخه کې د قطر رول مهم بللی دی.

د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل قطري سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې زیاتوي، واشنګټن له دوحې سره دوه اړخیزه او سیمه‌ییزه هوکړه لري او په وروستیو میاشتو او کلونو کې یې د افغانستان په اړه بېلابېلې همکارۍ کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:‌ له کله چې په افغانستان کې طالبانو په زور واک په خپل لاس کې اخیستی دی، قطر د لس زره افغانانو او ډيپلوماټانو د ځای پرځای کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د نړۍ تر بل هرځای ډيرافغانان د دوحې له لارې ولاړل، ځکه قطر د هغو افغانانو لپاره لار برابروي چې د یوه نوي ژوند د پېلولو لپاره امریکا ته روان دي.

واشنګټن او دوحه په خپلو کې بېلابېلې همکارۍ کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې تر اوسه واشنګټن او دوحې د افغانستان په تړاو بیلابیلې همکارۍ ترسره کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي: «موږ داسې شراکت لرو چې دوه اړخیز، سیمه ییز او نړیوال دی او موږ د دې شاهدان وو چې یوازې په وروستیو میاشتو او کلونو کې د افغانستان په تړاو بیلابیلې همکارۍ ترسره شوې دي. بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې د امریکا متحده ایالتونو تر ټولو ډېرې مرستي په بشري برخه کې دي او دغه هېواد باید د افغانستان کنکل شوې شتمنۍ د اقتصاد د ودې لپاره سرپرست حکومت ته وسپاري..

نور یی ولوله | دغه سوپ یا ښوروا مو له موسمي ناروغیو نزلې، زکام، ټوخي او له ستوني درد ژغوري

نور یی ولوله | اروپايي ټولنه : له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو

د اقتصاد وزارت د سیاسي چارو مرستیال

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري زیاتوي: «د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره بریده په بشري برخه کې وې، زموږ غوښتنه دا ده چې مرستې په پرمختیايي بخه کې هم وشي او همداراز د افغانانو شتمنۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي، څو موږ وکولای شو هم د خپلو پیسو پشتیوانه پیاوړې کړو او هم د دندو پیدا کېدو په موخه سترې اقتصادي پروژې پلي کړو 

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن قطر ته په خپل سفر کې له هغو افغانانو سره هم کتلي دي، چې تمه کیږي، ډير ژر امریکا ته ولېږدول شي. د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «قطر لس کاله مخکې د امریکا په اشاره د طالبانو سیاسي دفتر پرانیست او په تېرو څو کلونو کې د افغان سولې خبرو اترو کوربه هم و، خو که قطر په رښتیا کومې پیسې چې لري، کولای شي د افغانستان په زېربناوو مېلیارډونه ډالره پانګه‌ونه وکړي، خو تر اوسه پورې یې نه‌ده کړې

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button