نړیوال خبرونه

دغه سوپ یا ښوروا مو له موسمي ناروغیو نزلې، زکام، ټوخي او له ستوني درد ژغوري

ځینې عام ناروغۍ لکه زکام

د ژمي په موسم ځینې عامې ناروغۍ لکه نزله، زکام، ټوخی، د ستوني درد او نورې زموږ په روغتیا برید کوي او د ورځنيو کارونو خنډ ګرځي؛ نو په دې حالت کې اړینه ده چې غوره خواړه انتخاب شي او موږ په دې لړ کې درته د داسې سوپ یا ښوروا طریقه ښیو، چې په استعمال سره یې له یادو ناروغیو خوندي پاتې کېدلی شئ.

په دې سوپ یا ښوروا کې ګازرې او د کوپرې شېدې هم شامل دي؛ نو ویلی شو چې دا سوپ د ویټامین ای لرونکي وي او د بدن لپاره اړین ویټامینونه او منرالونه چمتو کوي.

د دې سوپ یا ښوروا ګټې په لاندې ډول دي:

ګازره:

ګازره د خپلو صحي او غوره غذایي موادو له امله تر ټولو صحي سبزي او سوپر فوډ ګڼل کېږي چې بې شمېره ګټې لري. دا انټي اکسیډنټ لري، بدن ته مختلف ویټامین چمتو کوي، کم کالوري لري او د سترګو لپاره ګټوره وي، ځکه چې بیټا کیروټین لري. په ګازره کې موجود غذايي مواد د زړه له سکتې او فالج څخه ساتنه او مخنیوی کوي او د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم مرسته کولی شي.

نور یی ولوله | اروپايي ټولنه : له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو

نور یی ولوله | خاکېجبار کې د ښونځیو د ودانیو نه شتون

د کوپرې شیدې:

د کوپرې شیدې انټي اکسیډنټ، ویټامین بي، سي او اي، پوټاشیم، میګنیزیم، اوسپنه او فاسفورس لري. همدغه راز د کوپرې تېل د لوریک اسید په نوم غوړ لري، چې د بدن لخوا په مونولورین بدلیږي، چې د لیپیډ لیپیډ وایروسونو له مینځه وړي او دا وایروس د شری او انفلونزا لامل کیږي.

د سوپ یا ښوروا ترکیب

توکي:
د دې لپاره نیم ګیلاس د کوپرې شېدې، څلور پلې هوږه، دوه کپه پرې شوې ګازرې، دوه کاچوغې ادرک، یوه کاچوغه شکر قندې، درې پیالې د هډوکو یخني ښوروا، یو غټ پیاز، یوه کاچوغه کورکمن او د اندازې مطابق مرچ، مالګه او نور

طریقه:

پیاز پرې کړئ او لږ تر لږه د پنځه دقیقو لپاره یې پریږدئ، اوس په یوه لوښي کې یوه کاچوغه یخني ګرمه کړئ. بیا پیاز په منځنۍ تودوخه د پنځه دقیقو لپاره سره کړئ، بیا هوږه او ادرک ور واچوئ او ویې ښوروئ. له هغې وروسته کورکمن، یخني، ګارزه او شکر قندې ور اضافه کړئ.

په لوړه تودوخه یې د ۱۵ دقیقو لپاره پاخه کړئ، ترڅو سبزیجات نرم شي، بیا د کوپرې شیدې وراضافه کړئ. بیا میکسر کې سره ګډ کړئ او مالګه او مرچ ور واچوئ او نوش جان یې کړئ

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button