امریکا د افغانستان په ګډون نړیوالې مرستې درولي دي
اړوند خبرونه:
د ټرمپ د حکومت لخوا امریکا ته ۱۶۶۰ کډوالو د الوتنې لغوه کول
د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون نړیوالې مرستې درولي دي.
رویټرز په خپل راپور کې کاږي، وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا نوی ولسمشر شو، د افغانستان په ګډون یې بهرنۍ مرستې متوقفې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، سلواغه ۵مه) دستور ورکړی چې د امریکا بهرنیو مرستو پروسه ودروي.
رویټرز وايي، په یوه تلګرافي پیغام کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو ربیو» ویلي چې د مصر او اسرائیل له نظامي تمویل پرته دې نورې مرستې ودرول شي.
د امریکا دغه اقدام کولی شي چې د افغانستان په ګډون بهرنیو مرستو ته اړمن ملتونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
راپور وايي، امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېره بهرنۍ مرستې کوي او یوازې په ۲۰۲۳ مالي کال کې له بې وزله هېوادونو سره ۷۲ میلیارد ډالره مرسته کړي ده.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو تازه اعلامیه صادره کړې چې د افغانانو په ګډون دې امریکا ته د کډوالو بهیر ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو د امریکا د مرستو له قطع کېدو سره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم رالوېدلی دی.