Uncategorized

امریکا: د افغانستان څخه عسکر ژر نه اوباسو

امریکا: د افغانستان څخه عسکر ژر نه اوباسو. دامریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر ښاغلي لویډ اسټین وایي، له افغانستانه په غیر مسئولانه ډول خپل عسکر نه باسو او نه هم په وتلو کې له بیړي کار اخلي.هغه وايي د افغانستان څخه به عسکر په مشروط ډول وځي.

ښاغلی اسټین چې د (NATO) سازمان د غړو مملکتونو د دفاع وزیرانو  په ناسته کې یې برخه اخیستې وه، او په تړاو یې له پنټاګونه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلی اسټين د دفاع وزیرانو ناستې ته ویلي چې امریکا به د افغانستان اړوندو چارو کې له ناټو سازمان سره په خبرو بوخت دي اعلامیه کې وړاندې د اسټين له قوله راغلي دي چې امریکا له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوي او نه هم په غیرمسئولانه ډول افغانستان پرېږدي.

د (NATO) سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ناسته چې دوې ورځې روانې وه، تمه کېده چې په دوران کې به يې په افغانستان او عراق کې د بهرنیو عسکرو د حضور د دوام او یا هم پای ته رسېدو په اړه پرېکړه وشي؛ خو د (NATO) سازمان عمومي منشي وایي، پرېکړه یې د اوس لپاره ځنډولې ده.

(NATO) وايي، له افغانستانه د وتلو او هلته د پاتې کېدلو پرېکړه ورته ډېر پېچلې ده ځکه ددوی په خبره که د قطر په تړون کې له ټاکل شوي وخت زیات پاتېږي، نو جګړه ورباندې زیاتېږي او که راوزي لاسته راوړنې ورسره په اوبو لاهو کېږي.

us taliban signs historic peace deal that calls for troop withdrawal 2

د (NATO) سازمان ټینګار لري، چې لا هم په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي او د سولې خبرو د بریا فرصت شته چې باید کارترې واخیستل شي  او د سیاسي جوړجاړي له لارې سوله او ثبات تامین شي.دويي زیاتوي دواړه لورې باید سولې ته لومړیتوب ورکړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button