نړیوال خبرونه

امریکا: د ځواکونو د ایستلو پروسه ښایي تر ټاکلي وخت مښکې بشپړې شي

امریکا: د ځواکونو د ایستلو پروسه ښایي تر ټاکلي وخت مښکې بشپړې شي.د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «لویډ اسټين» وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي تر ټاکل شوي مهالوېش وړاندې بشپړه شي.

د امریکا ولسمشر «جوبایډن» په تېره اپریل میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو وخت را رسېدلی او امریکايي ځواکونه به د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه راووځي.اسټين د امریکا د کانګرس د دفاعي بودیجې جرګګۍ ته په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان کې مطلوب هدف ته رسېدلي او اوس د امریکايي عسکرو د را ایستلو لړۍ روانه ده

خو اوس ښایي تر وخت وړاندې بشپړه شي «د سرتېرو د اېستلو بهیر له پلان سره سم روان دی، په حقیقت کې ان لږ وړاندې. موږ هغه ماموریت بشپړ کړ چې تر سره کولو لپاره یې افغانستان ته لېږل شوي وو او زه پرې ویاړم.اسټين که څه هم د ځواکونو د ایستلو پروسې د بشپړېدو نېټه مشخصه نه کړه،

خو تر دې مښکې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې که د ځواکونو د ایستلو لړۍ په همدومره چټکتیا روانه وي،نو ښایي د جولای میاشتې تر نیمایي بشپړه شي.ورته وخت داسې ګنګوسې هم شته چې ، امریکایي ځواکونه له افغانستانه تر وتلو وروسته د افغانستان په ګاونډ کې اډې جوړوي او له هماغه ځایه د افغانستان حالات څاري،

img 20210528 191009

خو د پاکستان په ګډون ازبکستان او تاجکستان امریکا ته د نظامي اډو ورکول رد کړي.ځکه دوی وای په دا ډول کړنو سره دوی نه غواړي چې د سیمې حالات خراب کړي او په اینده کې بیا د ګانډیو د ګرمیدو سبب وګرزي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button