نړیوال خبرونه

امریکا سفارت ابوظبي کې احتجاج کوونکو افغانانو سره د هغوی د لېږد په تړاو خبرې وکړې

ابوظبي کې د امریکا سفارت وايي، له هغو افغانانو سره یې لیدلي چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې ټینګولو وروسته عربي متحده اماراتو ته لېږدول شوي دي. یاد سفارت وايي، احتجاج کوونکو افغانانو سره یې د لیدنې پر مهال امریکا ته د هغوی پر ممکنه لېږد خبرې شوې دي خو یقینې څه یې نه دي ویلي.

د امریکا سفارت عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو سره وروسته له هغې لیده کاته کړي چې یوه اوونۍ وړاندې یې امریکا او نورو هېوادونو ته د دوی د لېږد پروسې د چټکېدو په موخه احتجاجونه پیل کړل. معترض افغانان له حکومته غوښتنه کوي چې امریکا او نورو هېوادونو ته دې د دوی د لېږد پروسه چټکه کړي او برخلیک دې معلوم شي.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

اټکل کیږي چې دا مهال شاوخوا ۹ زره افغانان متحده عربي اماراتو کې په موقتي ډول مېشت دي او امریکا او یا هم نورو لوېدیځو هېوادونو ته د لېږدول کېدو په تمه شپې سبا کوي. وړاندې د رویټرز خبري آژانس ته یو شمېر افغان احتجاج کوونکو د نوم نه ښودولو په شرط ویلي وو، “ابوظبي کې یې د ژوند شرایط سخت دي کلکه څارنه یې کېږي او داسې احساسوي چې په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي”.

ابوظبي کې نامعلوم برخلیک سره مخ افغانان د عربي متحده اماراتو د مسولینو له ناسم چلنده هم شکایت کوي داسې رپوټونه ترلاسه شوي چې له دې احتجاجونو وروسته د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو یو شمېر افغانان نیولي هم دي. د راپورنو پر اساس تېر اګسټ کې د طالبانو له خوا پر افغانستان تر ولکې وروسته شپږ اویا زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي چې له دې ډلې څلور زره کسان په دوو نظامي اډو کې ځای پر ځای شوي او نورو ته یې له وړاندې د مېشتېدو ځایونه ورکړل شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button