ژوند

آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

د جاذبې قوې کشف د یوې مڼې له امله دی، خو ایا واقعیاً دا خبره کوم لري او که یوازې ادعا او د تاریخ د ښکلا لپاره شوې ده؟

موږ د ماشومتوب له کلونو راهیسې اوریدلي او لوستي دي، چې نیوټن د یوې ونې لاندې ناست و او یوه مڼه یې پر سر راولویده، چې بالاخره له امله یې د جاذبې قوه کشف یا وموندل شوه.

خو دا پېښه په هیڅ معتبرې تاریخي سرچینه کې نشته او نه هم پخپله نیوټن د دې پېښې په اړه یادونه کړې او که د نیوټن ټول ژوند لیکونه ولوستل شي نو داسې کوم څه به پکې ونه موندل شي

مڼې راولوېده پېښه په لومړي ځل د نیوټن ملګري ویلیم سټکلي په ۱۷۹۲ کال کې په خپل کتاب کې ذکر کړې، چې هغه یې د ملګري ژوندلیک و. هغه لیکي، د نیوټن په ذهن کې د جاذبې مفکوره هغه وخت راغله، کله چې هغه د فکر کولو په حالت کې و او یوه مڼه پرې راپرېوته.

نور یی ولوله | نواز الدین صدیقي خپل خوب په حقیقت بدل کړ

تاریخ پوهان وايي چې ښايي نیوټن د مڼې را ولېدل لیدلې وي او بیا یې په اړه فکر پیل کړی وي، خو د نیوټن د وخت په تاریخ کې داسې نه دي لیکل شوي چې مڼه د هغه پر سر راولوېده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button