نړیوال خبرونه

امریکا طالبانو ته د رسمیت پیژندولو لپاره یو شرط وړاندې کړ

د امریکا ولسمشر لخوا د طالبانو حکومت نوی وړانديز کړی او ویلي ېې دي طالبان چې مارک فریریچز خوشې نه کړي تر هغو دېـد رسمیت پېژندلو تمه نه لري.

امریکا ولسمشر جوبایډن تیره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکایانو یا هر بې ګناه ملکي خوندیتوب ګواښل تل د منلو وړ ندي او یرغمل نیونه ځانګړی ظلم ده.

دی وایي: وړاندې تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوي په رسمیت پیژندلو ارمان غور وشي، باید مارک په سمدستي توګه خوشې کړي. دا د مذاکرې وړ ندي. “

د معاوماتو له مخې، دغه پخواني امریکایي نظامي د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې په ۳۱مې په افغانستان کې وتښتول شو او ویل کېږي چې له حقاني شبکې سره به بندي وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له ط.البانو سره یې په ټولو لیدنو کې د مارک د خوشې کیدو موضوع شریکه کړې ده. د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button