افغان کډوال

امریکا له خپلې خاورې شاوخوا ۱۴زره افغانان باسي

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د زرګونو افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې موده پایته رسېدلې او هغوی له ایستلو سره مخ دي. دې پرېکړې د امریکامېشتو افغانانو او د کډوالو د حقونو د مدافع بنسټونو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي.

دې ادارې ویلي چې په امریکا کې له ۱۴ زرو څخه د ډېرو هغو افغانانو د استوګنې قانوني پایته رسېدلې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان د بحراني وضعیت له امله په یاد هېواد کې مېشت شوي وو.

ویل کېږي چې دا افغانان به د ۲۰۲۵ له مې میاشتې وروسته وایستل شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې، «کریستی نوم» ویلي چې افغانستان نور د دې ملاتړ د دوام لپاره په شرایطو نه دی برابر. ټاکل شوې د دې پرېکړې نور جزئیات په یوه رسمي خبرپاڼه کې اعلان شي.

بلخوا د بشري حقونو بنسټونه او د پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې ټینګار کوي چې د افغانستان وضعیت لا هم بحراني دی او کډوالو ته بېرته ستنیدل د هغوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

د پنا غوښتنې نړیوال سازمان مشرې «کریش اومارا ویگناراجا» ټینګار کړی: “افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی، اقتصاد یې سقوط کړی او یو جدي بشري بحران پکې روان دی. دا پرېکړه نه یوازې خطرناکه ده، بلکې هېڅ توجیه نه لري.”

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر میاشت کې د افغانستان د حکومت له سقوط او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، له ۸۰ زرو څخه ډېر افغانان امریکا ته ولېږدول شول. ډېرو یې د ځانګړو پروګرامونو یا مهاجرتي ویزو له لارې استوګنه تر لاسه کړې، خو لا هم یوه لویه برخه یوازې د لنډمهالي قانوني وضعیت په اساس هلته ژوند کوي.

په وروستیو اونیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینو افغانانو ته د امریکا د پرېښودو خبرتیاوې ورکړل شوي دي. د کورني امنیت وزارت دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې له خپلې قانوني واک څخه یې کار اخیستی، خو د هغو کسانو دقیق شمېر یې نه‌دی وړاندې کړی.

کارپوهان وایي چې دا پرېکړه ښایي له حقوقي ننګونو سره مخ شي. په ورته مواردو کې فدرالي محکمو مخکې داسې هڅې درولې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button