امریکا: له طالبانو سره تعامل زموږ ګټې ساتي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د امریکا تعامل د سپینې ماڼۍ ګټې خوندي کوي
هاخوا بیا څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د اسلامي حزب ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار ویلي وو چې طالبانو د افغانستان هوايي حریم پلورلی، ځکه امریکا ورته ډالر ورکوي.
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، واشنګټن به له طالبانو سره تر هغې له تعامله په شا نه شي چې د هېواد ګټې یې مطرح وي.
وډانټ پټېل ویلي، له طالبانو سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره؛ بلکې د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.
له طالبانو سره د امریکا مستقیمې هڅې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند د سه شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې له طالبانو سره تعامل دغې ډلې سره د مستقیمو خبرو زمینه برابروي.
د پټېل په وینا، دغه تعامل د هغو امریکایي بندیانو د ژر تر ژره او بې له قیدو شرطه د خلاصون په برخه کې د فشار راولو لپاره چې « په ناحقه» بندیان شوي؛ یو ښه فرصت دی.
نور ولولئ: اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د دوحې تړون عملي کېدل غواړي
نور ولولئ: تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټولګډونه حکومت جوړ کړي
ښاغلي پټېل زیاته کړې، چې امریکا له دغو فرصتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغې ډلې د ژمنو په اړه د طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره ګټه اخلي.
هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسلې هم د دوی په کاري برخه کې شاملې دي.
د ګلبدین حکمتیار ادعا
ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې پر طالبانو نیوکې وکړې او ویې ویل: دغه رژیم له امریکا سره معامله کړې او پر امریکا یې د افغانستان هوايي حریم پلورلی دی.
د طالبانو د رژیم لخوا د ده پر ضد له ځینو اقداماتو وروسته، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل یوه اعلامیه کې پر دغه رژیم ځینې توند تورونه پورې کړي.
هغه د اختر په مناسب اعلامیه کې ویلي، د بهرنیانو له وتو وروسته افغانانو یو فرصت ترلاسه کړ؛ څو خپلواک، ځواکمن او اسلامي نظام ولري؛ خو په وینا یې چې دې ارمانونو ته په رسېدو کې له خڼد سره مخامخ دي.
حکمتیار زیاته کړې وه چې افغانستان لا هم خپلواک نه دی، د امریکا ډرون الوتکې د خپلې خوښې بریدونه کوي او حل لاره یې د امریکا سفارت محاصره، د پرسونل او امریکايي وګړو ویستل بللي دي.
د افغان سیاستوالو له لوري د امریکا دا ډول څرګندونې بار، بار له نیوکو سره مخامخ شوي دي.