Uncategorized
امریکا: موږ په هر حالت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

امریکا: موږ په هر حالت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو له دې چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو بهیر پیل کړی، افغان چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې هر حالت کې به د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
د افغانستان ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د اسیا او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.په دې کتنه کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه خبرې شوې دي او امریکايي چارواکو په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام او چټکتیا خبره کړې ده.همدا راز دین تامپسون په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پیغام له محب سره شریک کړی دی.
ښاغلي تامپسون ویلي امریکا د سرتېرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره په نظامي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاریو ته ژمنه ده.هغه همدا راز ویلي چې امریکا په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته ادامه ورکوي او غواړي چې د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه شي.
