Uncategorized

امریکا مړه شوي ژورنالستان ته جایزه ورکوي

امریکا مړه شوي ژورنالستان ته جایزه ورکوي.افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، چې مملکت یې روان کال د نړۍ د زړورو ښځو جایزه د اوو وژل شویو افغان مېرمنو په نوم کړې.او هغوی ته دهغوي د کړنو په درناوي به دغه جایزې ورکړل شي.

دغه سفارت ویلي چې دغه جایزې به راتلونکې اوونۍ په یوه غونډه کې ورکړل شي او د وژل شویو مېرمنو زړورتیا به وستايي.د امریکا سفارت ویلي چې د زړورو ښځو جایزې به د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې فاطمې ناتاشا خلیل، د ملي امنیت د جندر برخې مشرې جنرالې شمیلا فروغ، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریالې ملالې میوند، په میدان وردګو کې یوې قابلې مریم نورزاد، په کاپیسا کې مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ، په غزني کې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د پولیسو افسرې فاطمې رجبي او د زندانونو ساتونکې فرشتې ته ورکول کیږي.

دغه مېرمنې په بېلابېلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی، نو جایزې به یې د دوی وارثینو ته ورکړل شي، چې عمده موخه یې د هغوی د قربانیو ستاینه او د نورو مېرمن تشویقول دي. که څه هم امریکا د ښځو د حقونو د خوندیتوب په نوم په افغانستان کې بېلابېلې پروژې، چې تر ډېره پورې د ولسمشر غني د مېرمنې رول اغني لخوا پرمخ وړل کېږي، عملي کوي،

17965411 401 1

خو په ې اړه ویل کیږي چې لا هم دوی داسې څه ندي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د افغانانو ذهنیت داسې د مدنیت خوا ته بوځي، اوله تعلیمه نیولې بیا تر نورو اساسي حقونو یې خوندي او ورته لازم دسترسی ولري.افغان مېرمنې په ځانګړي ډول فعالې مېرمنې، چې مدني فعالیتونه، دولتي دندې او یا رسنیز کارونه پرمخ وړي.

دا هم ولولئ:  نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار وکړ

تعلیم ته نه لاسرسی، په کاري چاپیریال کې جنسي زورونې، د ژوند له اساسي حقونو بې برخې توب، ناوړه کلتوري محدودیتونه او نارینه سالاري په افغاني ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې ستر ګواښونه دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې تر اوسه اساسی کار ندی شوی.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button