نړیوال خبرونه

امریکا وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندل امکان نه لري

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په رسمیت پېژندل له امکان لرې بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له وګړو سره د طالبانو د چلند او د هغوی له خوا د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله د دوی په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. خو دا هم وايي، چې امریکا د طالبانو خلاف د مخالفت ملاتړ نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر وايي: “شرطونه څه دي؟ زه څه نه شم ویلای، لکه څنګه چې موږ پخوا ویلي چې طالبان اوس هم د رسمیت او مشروعیت په لټه کې دي. له خپلو خلکو سره ناوړه چلند، له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونو او ځینو نورو مسایلو په ګډون داسې ډېر عوامل دي چې په رسمیت پېژندل يې له امکانه لېرې دي”.

د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه

متحده ایالات چې طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې پر ګڼو مشرانو یې هم بندیزونه لګولي دي، په پرله پسې توګه د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د خپلو یو شمیر پخوانیو افغان متحدینو غوښتنې رد کړې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر هم زیاتوي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی پیل شي او دوی د طالبانو پر ضد له مخالفته ملاتړ نه کوي.

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

نوموړی ښکېلو غاړو ته په اشاره وايي : “موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او تعامل وکړي؛ دا یوازینۍ لار ده چې افغانستان کولای شي له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مقابله وکړي.”

پخوانیو افغان چارواکو ته امریکا د بیان ازادي

د دغه امریکايي چارواکي په خبره، امریکا ته د پخوانیو افغان چارواکو له سفر او د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مقاومت څخه خبره ده خو د امریکا د اساسي قانون له مخې چې په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ تضمین کوي؛ نه شي کولی چې مخنیوي یې وکړي.

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

نوموړی په داسې مهال دا خبرې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په مشرۍ پلاوي د یکشنې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button