کورني خبرونه

امریکا وايي د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو هیڅ معنۍ نه لري

 امریکا امریکا

امریکايي چارواکي وايي له طالبانو سره په قطر کې نن شروع کیدونکی مذاکرات په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي. په پام کې ده،  چی قطر کې دغه مذاکرات  نن شنبه او سبا ورځ دوام وکړی 

دا لیدنه به په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکایانو او طالبانو تر منځ اولنۍ لیدنه وي . قطر ته د امریکا تلي پلاوي کې د دغه هېواد دیپلوماتان او د  

څارګرو ادارو ځینې چارواکي  هم شامل دی. امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې له دې لیدنې یې مطلب د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې په وینا یې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په څېر مسایل به د لیدنې موضوع وي

article 9

بل لور د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشري قطر ته تلی. ښاغلي مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دغه پلاوی به د قطر هېواد له چارواکو او یو شمېر نورو هېوادو له استازو سره  خبرې وکړي

د ښاغلي مجاهد په وینا پلاوي کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجی محمد ابراهیم شامل دي.امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو مراعتولو لړ کې به پر طالبانو د فشار راوړل دوام وکړي

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د امریکایانو په ګډون ۱۲۴ زره بهرني وګړي او افغانان له کابله ایستل شوي، خو یو شمېر بهرنیان او هغه افغانان چې بهر ته تلل غواړي، لا هم په افغانستان کې پاتې دي د سپتمبر لومړیو کې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر را ایستلو وروسته له کابله لومړنۍ خصوصي ملکي الوتنه د یوه مثبت ګام په توګه وبلله

د قطر هوايي شرکت په هغه خصوصي الوتنه کې تر سلو ډېر بهرني وګړي له کابله دَوحې ته ولېږدول د سپینې ماڼې له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي و چې طالبانو له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو کسانو په وتلو کې همکاري کړې چې امریکا کې د دایمې اوسېدو قانوني اسناد لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button