Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

امریکا يی ځواکونه د افغانستان وتل پیل شوي

امریکا له افغان طالبانو سره د سولې تړون تر لاسلیکولو وروسته له افغانستان د خپلو ځواکونو وتل پیل کړل. د دې تړون له مخې امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو ۱۲ زرو سرتېرو شمېر کموي او ۸۶۰۰ ته یې ټیټوي.

له افغانستان د امریکايي پوځ وتل د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د ۲۹ فبرورۍ د تاریخي تړون یو شرط دی.

افغان حکومت دې تړون کې برخه نه درلوده او تمه ده چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې ګډون وکړي.

افغان ولسمشر لومړیو کې ویلي و، له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره به هغه شرط ونه مني چې له مخې یې د دې ډلې بندیان خوشي کېږي خو نوموړي د مارچ په نهمه د خپلې لوړې مراسمو کې وویل، روانه اونۍ ممکن د لږ تر لږه زر طالبانو د خوشي کولو حکم وکړي.

تېره اونۍ امریکايي پوځ هلمند ولایت کې پر افغان پوځ د طالبانو د برید ځواب کې د دې ډلې پر وسلوالو هوايي برید وکړ د طالبانو او امریکا تړون کې له دې ډلې غوښتل شوي چې تاوتریخوالی کم کړي.

وس د امریکايي پوځ ویاند ډګروال سوني لیګټ د امریکايي پوځ وتل اعلان کړل

د ډګروال لیګټ په خبره، امریکا به له افغانستان د خپلو سرتېرو اېستلو سره سره د خپلو ټولو موخو د ترلاسولو لپاره ټول پوځي وسایل او چارې په ځای وساتي.

که طالبان پر هوکړه ودرېږي، نو امريکايي او ناټو ځواکونه به څوارلسو مياشتو کې له افغانستان بشپړ ووځي.

د دې تړون له مخې، طالبان نه یواځې له بریدونو ډډه کوي، بلکې القاعده یا نورو توندلارو ډلو ته د خپلې ولکې سیمه کې د فعالیت اجازه هم نه ور کوي.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو وروسته پر افغانستان برید وکړ او طالبان یې بې واکه کړل، خو دا ډله وروسته پر یوه سرخوږي بدله شوه او پر ۲۰۱۸ کال ور سره امریکا خبرې پیل کړې.

افغان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده او تر ۲۴۰۰ ډېر پوځیان یې پکې وژل شوي دي.

له افغانستان د امریکايي پوځ د وتلو د اعلان په ورځ پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني سربېره اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم ځان ته د لوړې مراسم جوړ کړي و.

د ټاکنو کمېسون تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ولسمشر غني بریالی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله دا نتیجه کوټه یا جعلي بولي.

د کارپوهانو په خبره، د دې نوې سیاسي بې ټیکاوۍ له امله د افغانانو خپل منځي خبرو کې د حکومت دریځ ډېر بد اغېزمنېږي.

امریکا له اشرف غني د ولسمشر په توګه ملاتړ او د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ یوه بیان کې وویل، چې یو حکومت او یو موټی افغانستان د دغه هېواد د راتلونکي په تېره د سولې د موخو لپاره مهم دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button