سفر خبرونه

امریکا پاکستان ته؛ د افغان کډوال ځورول ودروئ

امریکا له پاکستانه غوښتنه کړي چې د افغان کډوالو په اړه خپلې کړي ژمنې عملي کړي

میاشت وړاندې اسلام اباد پرېکړه وکړه چې له پاکستانه به ۱،۷ میلیونه ناقانونه کډوال له دغه هېواده باسي چې اوس د افغان کډوال جبري ایستنه روانه ده او حتی شتمني یې هم لوټ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نور ولولئ: د عیسویانو مشر د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستنه غندلې

ویډانت پټېل د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي.

د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو غوښتنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان او د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي هغو افغانانو ته چې د نړۍوالو ملاتړ غواړي خپلو هېوادونو ته د ننوتو اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د بې اسناده افغانانو نيول او شړل پيل کړي، چې ښايي له دغه بهیره ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال اغېزمن شي.

په تېره یوه اونۍ کې د سپین بولدک ـ چمن او تورخم له لارو سلګونه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری هغه کسان پاکستان ته کډوال شوي، چې په امریکا او اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ قضیې لري.

نور ولولئ: له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړ د نړۍوالو سازمانونو له فشارونو سره سره، پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو له پرېکړې نه دی په شا شوی.

پاکستان ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دوشنبه ( د لړم په ۱۵مه ) یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې ویلي وو، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم ملیاردونو ډالره ګټه وکړه.

عباس ستانکزي وویل، چې افغانان پر پاکستان بوج نه دي بلکې دغه هېواد د خپلې سوداګرۍ وسیله ګرځولې ده ترڅو له نړۍوالو څخه پيسې پرې راغونډې کړي.

ستانګزی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې وویل؛ د پاکستان دا تصمیم ظالمانه دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي زیاته کړه؛ چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغانانو سره داسې ظالمانه چلند وکړي، کوم چې پاکستان شروع کړی دی.

دی خبرداری ورکوي، چې د افغانان حوصله په ختمېدو ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button