امریکا پر هند ایف ۳۵ جنګي الوتکې، جاولین توغندي او نور تجهیزات پلوري
![afghan 2025 02 14t122545.119](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-14T122545.119-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ
د هند بهرنیو چارو وزارت: کابل ته تللی پلاوی پر اقتصادي اړیکو غږېدلی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واشنګټن کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره تر لیدنې وروسته ویلي چې نويډیلي ته اېف ۳۵ جنګي الوتکې ورکوي.
هغه همدا راز زیاته کړې چې پر هند به د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات هم وپلوري.
نوموړي له مودي سره تر کتنې وروسته یوه ګډ خبري کنفرانس ته د دواړو خواو ترمنځ د انرژۍ برخه کې د کېدونکې تړون په اړه هم مالومات ورکړل.
هغه وویل، چې هند به له امریکا لا ډېر تېل او ګاز واردوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کسر کم شي.
ټرمپ وویل ‘دوی له موږ څخه ډېره اندازه تېل او ګاز پېرې. دوی ورته اړتیا لري او موږ سره شته دی.’
د هند لومړي وزیر هم دلته وویل چې هېواد یې د انرژۍ سکتور پیاوړي کولو لپاره د تېلو او ګازو په سوداګرۍ تمرکز زیاتوي.
هغه همدا راز د اټومي انرژۍ پر برخې هم د پانګونې ډېرولو هوډ څرګند کړ.
نرېندرا مودي داسې مهال د واشنګټن پر دوره بوخت دی چې ډونلډ ټرمپ پر وارداتو د تعرفې زیاتولو فرمان صادر کړی.
د یادونې ده چې د ټرمپ او مودي ترمنځ د سوداګرۍ په تړاو له اختلافاتو سره سره په وروستیو کلونو کې شخصي اړیکې ډېرې ښې دي.
پخپله د امریکا ولسمشر هم پنجشنبه د هند لومړي وزیر ته واشنګټن کې د تود هرکلي پر مهال همدا خبره کړې وه.
ډونلډ ټرمپ دا هم ویلي، د ۲۰۰۸ کال د ممبی د بریدونو طراح ‘طهور رانا’ به نويډيلي ته وسپاري.
هغه چې په خټه پاکستانی دی، دمګړی لشکر طیبه سره د همکارۍ په جرم امریکا کې د بند شپې سبا کوي.
هند پخوا په وار وار له امریکا غوښتي چې نوموړی ور وسپاري چې د مبمی د خونړیو بریدونو په تړاو ترې څېړنې وکړي.
په هغو بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.