نړیوال خبرونه

امریکا په افغانستان کې خپل سرتيري نورهم راکموي

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۵مه، وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

ټرمپ نن دا خبره  خبریالانو ته کړې ده هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې یې ستایل شوې ديټرمپ نن ونه ویل چې څه وخت به د سرتېرو شمېر کموي. د امریکا حکومت او وسله وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه عملي کوي او نن یې څلورمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه ښه عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي

د سولې تړون لاسلیک ته چمتودئ او یاد تړون به د امریکا ولسمشر لخوا لاسليک شياو او د لاسلیک وروسته به سمدست بین الافغاني مزاکرات شروع شي.

دیادونې وړ ده چې د لاسلیک مراسمو ته د مختلفو هېوادانو خارجه وزیران او نور استازی هم بلل شوۍ دوی به د شاهدان په ډول بادې غونډې کې ګډون کوي. 

له بلخوا یادې غونډې کې به د حکومت استازي ګډون نه کوي.

د سولې د هوکړې تر لاسلیک سره به بین الافغاني خبرې پېلېږي چې په هغه کې به د دایمي اروبند پر اعلان، د امریکايي سرتېرو د کمېدو او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه پرېکړې کېږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button