ستاسې اند او نظر

امریکا په دې ورځ پر عراق یرغل وکړ او د صدام نظام یې راپرځاوه

له نن څخه 22 کاله پخوا د ۲۰۰۳ د مارچ په ۱۹ مه امریکا د هماغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر بغداد د حملو امر وکړ او په دې پلمه یې عراق سخت ویجاړ کړ چې ګواکي دا هیواد د ډله ییزې وژنې  وسلې لري.

د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د امریکا کانګریس په لوی اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې پراخ واک ورکاوه چې د عراق پر ضد له قوې کار واخلي.

له امریکا سره په دې جګړه کې بریتانیا او یو شمېر نور لوېدیځ هیوادونه هم ملګري وو.

د امریکا د دې یرغل په نتیجه کې د صدام حسین دیکتاتوري رژیم وپرزېد خو په عراق کې نظم او امنیت له منځه لاړ، د عراقیانو ډیرې شتمنۍ تباه شوې او دا هیواد نژدې یوه لسیزه د جګړې په سور اور کې وسوځېد. لا هم عراق په بشپړ ډول د امریکا د یرغل په نتیجه کې د رامنځته شوې ناامنۍ له شره بشپړ خلاص شوی نه دی خو د امریکا یرغل عراقیان د صدام حسین له بې رحمه رژیمه خلاص کړل.

صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.

دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، د ۲۰۰۳ د دسمبر په ۱۳مه په یوه کور کې ونیول شو.

د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په دېرشمه، چې د لوی اختر ورځ وه، په بغداد کې په دار وځړول شو.

امریکا پر عراق له یرغله وروسته په دغه هیواد کې د ډله ییزې وژنې وسلې ونه موندلې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button