امریکا کندوز کې تازه ډرون بریدونه کړي
امریکا کندوز کې تازه ډرون بریدونه کړي. وروسته له هغه چې امریکایي امنیتي چارواکو څرګنده کړه، تېره ورځ یې د افغانستان په شمالي سیمو کې پر طالب جنګیالیو ډرون بریدونه کړي.او یو شمېر کسان ېې وژلي دي.
طالبان وایي، دا ډول کړنې «پاروونکې» دي چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.امریکایي امنیتي چارواکو «فاکس نیوز» ته ویلي، چې تېره ورځ د امریکا د ولسمشر او اشرف غني تر منځ له لیدنې څو ساعته وړاندې امریکایي ډرون الوتکو په کندز او بغلان ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ناڅرګند شمېر طالب جنګیالي وژل شوي.
دغه ډلې دا ډول بریدونه پاروونکي کړنې بللې او په کلکه یې غندلې دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې بهرني «اشغالګر» عسکر دې خپلو وتلو ته متوجې شي او بیا ځل دې په جګړه کې په ښکېلېدو سره د افغانانو غمېزه نه اوږدوي.
د مجاهد په وینا اشغالګر باید خپلو وتلوته متوجه شي، نه نور په جګړه کې ښکیل شي او نه د افغانانو غمیزه اوږده کړې.کنه دعواقبو مسئولیت به یې پخپله غاړه وي.هغه وویل باید بهرنیان خپل مسولیت ته په کتو خپل مسولیتونه ادا کړي نه باید دا ډول ګړنې ترسره کړي.
امریکا داسې وخت په افغانستان کې طالب جنګیالي په نښه کوي، چې له هیواده د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ تر پنځوس سلنه زیاته بشپړه شوې او تر راتلونکې سپتمبر میاشتې پورې ښایي افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور پای ته ورسېږي.