نړیوال خبرونه

امریکا: که طالبان د نجونو ښوونځيو پرانه نيزي جدي پایلې به ولري

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځي پرانیزي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون پنجشنبه اپرېل ۱۴ (وري ۲۵) یوې پوښتنې ته د ځواب ورکولو پر مهال ویلي چې د طالبانو لخوا د نجونو د متوسطه او لیسې دورې د زده کړو ځنډولو په میلیونونو افغانان نا هیلي کړي دي.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو حکومت د ژمنې سره سم د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په دغه هیواد کې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شوي وای، خو طالبانو وویل چې یاده پرېکړه تر امرثاني پورې ځنډول شوې ده. خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وینډ پرایس د ښوونځیو بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړه د هغوی ژمنې خلاف بللې ده. د ښاغلي پرایس په وینا که چیري د یو هیواد نیمايي نفوس له زده کړو څخه محروم شي، هغه هیواد په سیاسي او اقتصادي برخه کې پرمختګ نشي کولای.

نوموړي زیاته کړې چې متحده ایالات له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لیري کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

نور یی ولوله | افغان کډوال؛ تاجکستان خپله خاوره کې لنډمهالی پنډغالی جوړ کړی

ښاغلي پرایس ویلي:”که چیري دغه دا پرېکړه بیرته وانه خیستل شي او که په سمدستي توګه ونه منل شي دا به د پام وړ جدي اغیزې ولري.دا به له طالبانو سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو کې جدي پایلې ولري.” په داسې حال کې چې د تېرو اوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني پوري بند شوي، خو د یادو ټولګیو د پرانیستلو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي.

تیره اونۍ د افغانستان یو شمېر دیني علماو او مېرمنو هم په کابل کې د ملي ډایلوګ پرمهال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ. دغو دیني علماوو د ملي ډایلوګ پرمهال وویل چې د نجونو تعلیم یو ضرورت دی او اسلام جواز ورکړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده. یو شمېر حقوقي بنسټونو او لوېدیځو هیوادونو یاد پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې له زده کړو څخه دنجونو محرومول به د دغه هیواد لپاره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې منفي پایلې ولري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button