نړیوال خبرونه

امریکا کې د افغانستان سفیره دڅارنوالۍ لخواکابل ته راغوښتل شوې ده

رویا رحماني چې امریکا کې د افغانستان سفیره ده، د سفارت د دېوال په قضیه کې د څېړنو په موخه لوي څارنوالۍ لخوا کابل ته غوښتل شوې ، او ورته ویل شوي چي د وږي سنبلې پر درېیمه باید کابل کې وي او لوي څارنوالۍ ته ځان حاضر کړي،

بازې سرچینۍ وايي چې رویا رحماني د اداري کارکوونکو سره په مجلسونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر آدرس اخطاریه څرګندوني کړي، چې که یې د څارنوالۍ له منګولو خلاصه نه کړي نو دا به یې هم د مالي فساد هغه مسایل افشا کړي چې لل هم عام وګړي ندي خبر، د راپورونوو له مخې ولسمشر به د کابل ښاروالۍ، عامي روغتیا وزارت او واشنګټن سفارت د فساد څېړلو په پایله کې مجرمین محاکمه کړي او کاري رپوټ به یې نړیوالې ټولنې ته د خپلې لاسته راوړنې په توګه ورکړړۍ دۍ . خو که د رویا رحماني او ورسره ښکېلو مسئولینو پر قضیه سترګې پټې شي، دا به د سفیرې رحماني د اخطارونو پر حقانیت دلالت وکړي چې ګواکې ولسمشر پخپله په دغه قضیه کې شریک دۍ،

د جولای میاشتې پر ۱۱ تاریخ په واشنګټن کې د افغان سفارت د یوه ۸۸ متره دېوال په قضیه کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو د فساد تر سندونو خپرېدولونه بعد تر اوسه د سفیرې رحماني د ګوښه کولو په هکله دولت انتظار کړی دی، په داسې حال کې چې په مسکو کې د افغان سفیر دوکتور لطیف بهاند پر ګوښه کولو یوه ورځ صبر هم ونشو او نوموړۍ له سفارت نه ګواښه شو،

سوشل ميډیا کې د ځوانانو په باور جمهور ریس غني یوازې د پښتنو په وړاندې قاطعیت څرګندوي، هغه که د توطیو په بنسټ هم وي.ویل کېږي چې رویا رحماني د سفارت سره د خپلي شخصي غیري دولتي ادارې (ان جي او) په څېر چلند کوي، دکتاتورانه حراکات کوي، د افغانستان سره بلدیت نه لري او د ارزښتونو سره یې لېوالتیا هم ښايي او نه ېې لري،

ښاغلې رحماني‌ چې د کاناډا اوسېدونکې افغانه ده ؛ تر دې وړاندي‌ هم په ورته کړنو تورنه بلل شوې ده، پر نوموړې تور دی چې ژبني اورته لمن وهي او اکثره پرېکړي‌ د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ کوي د بازې راپورونو له مخې نوموړې سخته متعصبه هم ده او پښتو او فارسي فرق هم کوي، که داسې متعصب خلک ادارو کې پاتې شي نو دا به د وطن استقلالیت ته سخته زربه ورکړي،

امریکا کې د افغانستان سفیره د دولت لخواکابل ته رغوښتل شوې ده
امریکا کې د افغانستان سفیره د دولت لخواکابل ته رغوښتل شوې ده

په امریکا کې د افغانستان د اوسنۍ سفیرې رویا رحماني د اداري فساد په هکله تر دې وړاندي سوشل ميډیا د پرله پسې راپورونو او معتبرو سندونو خپرېدو په دوام، د افغانستان تلویزوني شبکو هم تېر کال نوي افشا ګرۍ وکړې.که چرته دغه قضیه په سمه توګه وڅېړل شي نو دا به یو مثال وي د نورو چارواکو لپاره او دويي به اینده لپاره دا جرات ونکړي چې فساد وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button