Uncategorized

امریکا کې د لګېدلي اور لمن تر هالیووډ ورسېده

په امریکا کې ویجاړونکې اورلګېدنه د هالیوډ تر غونډۍ ورسېده

اړوند مطلب:

کالیفورنیا کې ځنګلي اور له کنټرول وتلی او زرګونه کسان له خپلو سیمو وځي

د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په لاس انجلس کې د پراخې اورلګېدنې لمنه د هالیوډ تر غونډۍ رسېدلې ده.

رویټرز پنج‌شنبه د جنورۍ پر ۹مه راپور ورکړی چې پنځه نورې اورلګېدنې د هالیوډ څلي ته نږدې رامنځته شوي او خلکو ته له دې سیمې څخه د تخلیې امر شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په لاس انجلس کې د جیمي کورټیس، منډي مور، او ماریا شریور په ګډون ډېریو مشهورو شخصیتونو د روانې اورلګېدنې له امله خپل کورونه پرېښې دي.

د راپور پر بنسټ، قوي بادونو د اوروژنې عملیات له خنډ سره مخ کړي دي.

رویټرز لیکلي چې شاوخوا ۱۰۰ زرو کسانو ته امر شوی څو خپل کورونه پرېږدي.

د لاس انجلس چارواکو روانه اورلګېدنه ویجاړونکې بللې او زیاته کړې یې ده چې دا د امریکا په تاریخ کې بې‌مخینې ده.

ورته مهال، د دغه ښار چارواکو په په دې سیمه کې بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دې اورلګېدنې تر اوسه پورې پنځه کسان مړه کړي او سلګونه کورونه یې سوځولي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا پېښه «حیرانونکې» بللې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button