ټکنالوجي

امریکا کې یوې شخصي کمپنۍ فضا کې د بېړۍ په ښکته کولو سره تاریخ جوړ کړ

يوې امریکايۍ شخصي کمپنۍ په لومړۍ ځل سپوږمۍ ته د يوې فضايي وسيلې په استولو او هلته په ښکته کولو سره تاريخ جوړ کړ

د اېنټيووټېو ماشین دغه فضايي وسيله چې اوډيسيوس نومېږي د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نژدې ښکته شوې ده.

دا لومړنی خصوصي شرکت دی چې په برياليتوب سره يې د سپوږمۍ پر سطحه يوه وسيله ښکته کړه.

د دغه وسيلې د لېږد مسئول ټېم کرېن اعلان وکړ، “موږ پرته له شکه تائيدولی شو چې زموږ وسيله د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شوه. ” د دې خبر په اورېدو سره د شرکت کارکوونکو له خوښۍ لاسونه و پړکولو.

us2

ناسا دا ورځ د یوې تاریخي شیبې په توګه یادوي

دا د ناسا او امريکا د فضايي ټولنې لپاره چې له نيمې پېړۍ زياتې مودې يې سپوږمۍ ته بريالی ماموريت نه دی ترسره کړی، يوه لويه ورځ ده او د يوې تاريخي شېبې په سترګه ورته کتل کېږي.

دغې څېړونکې وسيلې د شاوخوا ۳۸۴ زره کيلومتره سفر د فبروۍ پر ۱۵ د پنجشنبې په ورځ د فلوريډا له هوايي اډې پيل کړ.

نور ولولئ: ناسا د سمندرونو او اتموسفیر د مطالعې په موخه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

نور ولولئ:  ایولس سپوږمکۍ ځمکې ته راښکته کېږي، خو ځای یې نا معلوم دی

نور ولولئ: ناسا له فضايي بېړۍ سره ستاسو نوم مشتري ته لېږي

دغه وسيله له ځينو تخنيکي ستونزو سره مخ و خو په پای کې یې وکولی شوی په بريا سره د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شي.

us1
د یادې کمپنۍ ټیم چې د بریالي ماموریت پر وخت لاسونه پړکوي.

د اېنټیووټېو ماشين په نامه دغه کمپني له ناسا سره یو تړون هم لري چې له مخې يې د سپوږمۍ سطحې د مطالعې او د څپو اندازه کولو لپاره شپږ وسيلې لېږدولې دي.

سپوږمکۍ ته د لومړنیو هنري توکو لېږد

ويل کېږي په دې وسيله کې د امریکايي هنرمن جيف کوون له خوا جوړې شوې ۱۲۵ کوچنۍ مجسمې هم د سپوږمۍ سطحې ته لېږدول شوې چې دا به هلته لومړني هنري توکي وي.

us3
فضا ته استول شوي فضايي بېړۍ

په دې وروستیو کې د جاپان فضایي ادارې هم یوه څېړنيزه وسيله سپوږمۍ ته ولېږله وه خو څو ساعته وروسته معلومه شوه چې د سپوږمۍ په يوه نامناسب ځای کې ښکته شوې ده.

د ناسا مشر بېل نېلسن د سپوږمۍ پر سطحه د اوډیسیوس ښکته کېدل “د ټول انسانیت لپاره یو لوی ګام” او د امریکا لپاره بریا بللې ده.

نوموړي ويلي، “له نیمې پیړۍ زیاتې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره، امریکا سپوږمۍ ته بيا ستنه شوه.”

په نړۍ کې امریکا او په خاص ډول د امریکا د فضايي څېړنو ادارې سپوږمکۍ ته تر ټولو ډېر بریالي ماموریتونه ترسره کړي، خو دا هم د امریکا په تاریخ کې ثبت شوه چې یوه خصوصي کمپنۍ هم په فضا کې فضايي بېړۍ ښکته کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button