سپورټ

امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزه کرېکټ لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

اړوند خبر: 

کرېکټ؛ ګربز له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو

امو نهنګانو د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه.

د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه د مس عینک اتلان لوبډلې او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه.

مس عینګ اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او امو نهنګانو ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه.

د اتلانو لپاره رحمن الله ګربز ۴۸ منډې جوړې کړې خو د امو نهنګانو په ګټه عظمت الله عمرزي بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې.

د نوموړي ترڅنګ عبدالله احمدزي هم غوره توپ اچونه وکړه او د ۲۱ منډو په بدل کې یې ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

امو لوبډلې په اسانۍ هدف پوره او د ۸ ویکټو په توپیر یې مس عینک ته ماتې ورکړه.

حسن عیسی خیل د خپلې لوبډلې په کټه په ۳۴ توپونو نېمه سلیزه بشپړه کړه.

دا پرلپسې دوهم ځل شو چې امو د دې سیالیو اتلولي خپلوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button