افغانستانسیاست

امیرخان متقي او روسي استازي د اړیکو پر نوي پړاو غږېدلي دي

اړوند خبرونه: 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: “له چین سره مو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې”

المرصاد: اسلام اباد د خپلو ګټو په خاطر چین د سیمې نیابتي جګړو ته راکاږي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې دواړه لورو د افغانستان او روسیې د اړیکو نوي پړاو، کازان غونډه کې د شویو هوکړو او دوه اړخیزو کاري کمېټو باندې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزیر ته روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر منلو رسمي یادښت هم سپارلی دی.

د دغې کتنې په اړه په خپرو شویو جزیاتو کې روښانه شوې نه ده چې په کازان ناسته کې پر کومو موخو هوکړه شوې ده.

دغې لوړپوړي روسي ډيپلوماټ هیله ښودلې، چې د ډيپلوماټیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر هم روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې ښودلې، چې دې پړاو کې دواړه هېوادونه وتوانیږي په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې له پاکستان سره هم د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو هڅې پیل شوي او طالبانو د دې هڅو هرکلی کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button