افغانستانسیاست

امیرخان متقي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کوي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي «امیرخان متقي» به د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته سفر وکړي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، د غویي ۷مه) اعلان وکړ چې متقي د قطري چارواکو سره د بېلابېلو مسلو په اړه د خبرو اترو په موخه دوحې ته سفر کوي.

هغه دا هم تایید کړه چې مولوي امیرخان متقي به نن یکشنبه دوحې ته لاړ شي، خو د پلاوي د جوړښت یا د سفر د اجنډا په اړه یې کوم ځانګړي جزییات ورنه کړل.

قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د ا.ا د سیاسي دفتر کوربه‌توب کوي او د ا.ا او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه‌توب کې یې هم رول لوبولی، چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې د دوحې تړون ته لاره هواره کړه.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د ا.ا له واک ته رسېدو وروسته، قطر یو له هغو څو هېوادونو څخه پاتې شو چې له ا.ا سره یې منظم ډیپلوماټیک تعاملات درلودل، که څه هم تر اوسه یې په رسمي ډول ا.ا نه دی پېژندلی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button