سیمه ییز خبرونه

امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له مسکو منندوی یو چې نړیوالو ناستو کې زموږ ملاتړ کوي

هغه دا خبرې یوه روسي چارواکي ته له هغه سره په لیدنه کې مخامخ کړي دي، خو طالبان په دې لا هم نه پوهېږي چې له دیپلوماسۍ د اصولو له نظره دا څه ډول کار دی، ځکه هر هېواد په خپله دیپلوماسۍ خپلې ګټې تامینوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چي، ځینې هیوادونه د نورو تګلارو د جوړولو له لارې په سیمه کې خپلې اجنډاوې پلې کوي، خو وايي د طالبانو له هوکړې پرته باید له دغسې کړنو څخه ډډه وشي.

له متقي سره د ضمیر کابلوف لیدنه

د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) له غرمې مخکې د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر امیر‌خان متقي سره لیدلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په یاده لیدنه کې د افغانستان او روسیې په دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې، سیمه ییزو او نړیوالو تکلارو کې د یادې ډلې د شتون په اړه خبرې وشوي.

نور ولولئ: روسيه؛ طالبان به د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړي

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نوموړي لیکلي چې، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر خوښي ښودلې چې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ کوي.

همدارنګه نوموړي د متقي له قوله لیکلي، افغانستان چمتو دی چې د سالنګ له لارې به سویلي اسیا ته د روسي توکو په لیږد کې همکاري وکړي.

افغانستان تر نوي ګواښ لاندې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د یادې لیدنې په اړه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چي، «ځینې هیوادونه د نویو تکلارو د جوړولو له لارې غواړي خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي خو د طالبانو له هوکړې پرته باید داسي څه ونه شي.» د نوموړي په خبره کابلوف ټینګار کړی چې د امریکا له لوري دې د افغانستان بانکي زیرمې ازادې شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له افغان ځواکونو سره په جګړه کې له چین او روسیې پرمختللي وسلې او نورې همکارۍ تر لاسه کولې چې اوس هم پر طالبانو ددې هېوادونو مستقیم اغېز دی او حتی په نړیوالو مجلسونو کې هم د روسیې هغه کړنې ستایي چې د هغه په وسلو یې افغان ځواکونه وژلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button