نړیوال خبرونه

امیرخان یار: سولې لپاره یاید ټول قومونه یوشي

دافغانستان مشهور شخصیت او ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازی امیر خان یار ویلي ، د سولې لپاره هیله مند یوو، او باید ټول قومونه سولې لپاره متفق شي، که چرته ټول قومونه سره اتفاق ونکړي نو سوله نا ممکنه ده،

ښاغلۍ یار په ولسونو غږ وکړ، چې رازۍ ټول د سولې لپاره سره د یووالي لاسونه ورکړو او ټولې هغه لارې چارې وګورو او وڅارو چې پرې سولې ته پکې ورسېږو، امیر خان یار د ننګرهار د نوي والي ضیاءالحق امیرخېل په معریفي غونډه کې له دې څرګندونوکې زیاته کړې، چې ننګرهار د انسان قاچاق او تښتونې له وېرې خلکو پرېښی دی، د انساني قاچاق ، باج ګیرۍ او نورو جرمونو مخه باید د نوي والي صیب له لومړیتوبونو څخه وي،

د پارلمان لومړي مرستیال ښاغلي یار هیله وښوده چې نوی والي په ننګرهار کې ښه مدیریت او مأموریت تر سره کړي او امنیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، هغه وایي، د ننګرهار مدیریت او رهبري نوې شوه، که ولسونه یې هم خپلې پرېکړې نوې کړي او همکار واوسي، ننګرهار ولایت به ښه پرمختګ وکړي او خلکو ته به یو مثال جوړ شي،

ښاغلۍ ضیاءالحق امرخېل اوونۍ وړاندې د ننګرهار لپاره نوی والي وټاکل شو، چې نن یې د ننګرهار ولسونو ته په یوه لویه پېژن غونډه کې ور وپېژندل شو او رسماً ېې د کار اغاز وکړ، نوموړۍ د دې نه وړاندې هم د ولسمشر سلاکار وو او په دولت کې ېې پر مختلفو پوسټونو کار کړي نوموړۍ د ۲۰۱۴ انتخاباتو مشر هم پاتې شوۍ،

د ضیالحق امرخېل نه وړاندې د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخېل وو، چې ډېره بریالۍ رهبري او مدیریت یې وکړ او له ډېرو لاسته راوړنو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم د ملي دفاع وزارتاول معاون وټاکل شو.ښاغلي میاخيل هم په دولت او نړیوالو ادرو کې په لوړو پوسټونو پاتې شوۍ، او د مملکت ېې ډېر خدمت کړۍ،

امیر خان یار: سولې لپاره یاید ټول قومونه یوشي
امیر خان یار: سولې لپاره یاید ټول قومونه یوشي

د میاخېل صیب له تګ وروسته، ننګرهار شاوخوا یوې میاشتې لپاره بې سرپرسته وو، چې په دې موده کې د ننګرهار پر محبس دروند برید هم وشو او د ننګرهار امنیتي وضعیت ډېر بد شو چې بیا هم له اوږدې مودې وروسته تېره اوونۍ ننګرهار ته والي وټاکل شو او نن به رسماً کار پیل کړي.د نوموړۍ د اداره امور د مشر فضلي صیب لخوا معریفي شو او دغه معرفت غونډه کې د ولسي جر ګې غړو او نورو سیاسي شخصیتونو هم ګډون درلود،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button