Uncategorized

امیر اسماعیل خان:د موقت حکومت نه پرته سوله نشي بریالی کیدی

امیر اسماعیل خان:د موقت حکومت نه پرته سوله نشي بریالی کیدی د ملي مصالحې عالي شورا غړی او د هرات ولایت پخوانی جهادي قومندان محمداسماعیل خان وايي، د مؤقت حکومت له جوړېدو پرته طالبانو سره د جوړ جاړي بله حل لاره شتون نه لري.هغه وای د سولې نه وړامدې باید اول موقت حکومت راشي.

امیر اسماعیل خان دا څرګندونې نن ماسپښین په هرات ښار کې د خپل استوګنځي دننه خپلو یو شمېر پلویانو ته کړي او په حکومت یې تور پورې کړی چې د سولې خبرو د بریا لپاره هیڅ راز هلې ځلې نه کوي، بلکې ټولې هڅې یې دادي ترڅو خپله څلور کلنه دوره پوره کړي.د ملي پخلاینې عالي شورا دغه غړی طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره د مؤقت حکومت تشکیل د یوازینۍ حل لارې په توګه پيژني او په خبره یې زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل وروستي سفر جریان کې له سیاسي مشرانو او د کابل حکومت چارواکو سره د غونډو پرمهال درې حل لارې وړاندې کړې دي.

ښاغلی اسماعیل خان طالبانو په یو مخیز ډول د حکومت سپارل، اوسني حکومت سره د طالبانو یوځای کېدل» د  خلیلزاد له درې ګونو طرحو څخه دي، چې په خبره یې دده په شمول یو شمېر نورو سیاسي مشرانو او کابل حکومت طالبانو ته د واک سپارلو سره مخالفت ښودلی او طالبان هم د کابل حکومت سره یوځای کېدل نه غواړي.

نوموړي ټینګار کوي د پورته دوه طرحو د نه منلو په صورت کې مؤقت حکومت یوازینۍ حللاره ده چې د کابل حکومت یې باید ومني.د هغه په خبره د مؤقت حکومت په جوړښت کې به یوازې ولسمشر او دواړه مرستیالان یې بدلیږي، نور بدلون ښايي رانه شي.

دا هم ولولئ:  حمدالله محب: دداسې ورځ په هیله چې د غازي امان الله خان هيلې په حقیقت بدلې شي
امیر اسماعیل خان:د موقت حکومت نه پرته سوله نشي  بریالی کیدی
امیر اسماعیل خان:د موقت حکومت نه پرته سوله نشي بریالی کیدی

د ملي پخلاینې عالي شورا غړی او د هرات پخوانی والي محمداسماعیل خان په داسې مهال هېواد کې د مؤقت حکومت راتګ یوه اشد ضروررت بولي، چې کابل کې د امریکا سفارت هغه آوازې رد کړې چې ګواکې هېواد یې په افغانستان کې له مؤقت حکومت څخه ملاتړ کوي.هغه یو لله تکړوو سیاسي او جهادي رهبرانو څخه دی.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button