نړیوال خبرونه

امیر خان متقي د تاشکند غونډه له افغانستان سره د تعامل لپاره ښه فرصت بللی

د نړۍ د هیوادونو لپاره ښه فرصت

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د تاشکند نړیوالې غونډه له اوسني حکومت سره د تعامل لپاره د نړۍ د هېوادونو لپاره ښه فرصت و

ګډون کوونکو هیوادونو خپل ملاتړ اعلان کړ

ښاغلی متقي وایي د ازبیکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي چې د سوېلي اسیا هېوادونو ته د رسېدو په موخه د افغانستان په خاوره کې د سوداګریز نښلون یو مرکز رامنځته کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ازبیکستانه تر راستنېدو وروسته په دغه وزارت کې یوې غونډه کې د تاشکند غونډه ګټوره ګڼي او وایي، چې د دې غونډې ګډونوالو هېوادونو اوسني حکومت سره له تعامله خپل ملاتړ اعلان کړی دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«په کنفرانس کې اکثره هېوادونو نه یوازې له افغانستان سره د مرستو، له افغانستان سره د تعامل ملاتړ وکړ، بلکې د اکثریتو خبره دا وه چې د افغانستان ملي شتمنۍ د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازاده شي، د افغانستان بانک پشتوانه باید بېرته د افغانستان بانک ته ورکړل شي. په افغانستان باندې لګېدلي بندیزونه لېرې کړل شي او له افغانستان سره تعامل وشي، او له افغانستان سره راشه درشه زیاته شي او اوسنی رامنځته شوی ښه وضعیت باید تقویه شي.»

نور یی ولوله | کرېن ډېکر کابل کې د امریکا نوې شارژدافېره اعلان شوه

نور یی ولوله | د پاکستان دیني عالمان: اسلامي امارت د نجونو د ښوونځيو پیلېدو وعده کړېا

خوا د تاشکند په نړۍواله غونډه کې د منځنۍ آسیا هېوادونو ویلي دي چې غواړي د افغانستان له لارې له سوېلي آسیا سره راکړه ورکړه زیاته کړي، خو د دې چارې د ترسره کېدو لپاره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اندېښمن دي. د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وویل:«هغه شبکې چې د دوی وکړي په کې غړیتوب لري، وېره لري. له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو تعامل مهم دی. که چېرې د طالبانو حکومت غواړي چې له دغو هېوادونو سره په ښه تعامل کې وي باید د هېوادونو د اندېښنو د لېرې کولو په لټه کې واوسي.

تاشکند تېره اوونۍ د افغانستان په ګډون د شلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو په حضور سره د یوې غونډې کوربه و

له ترهګرۍ سره مبارزه، د بشري حقونوخوندېتوب په تېره بیا زده کړو ته د نجونو لاسرسی او په افغانستان کې ټولو ته د منلو وړ یوه حکومت جوړېدل د تاشکند غونډې مهې غوښتنې بلل شوې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button