نړیوال خبرونه

امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي د پنج‌شنبې په ماښام په تاشکند کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره وانګ یې سره د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې هېواد یې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په‌دې کتنه کې د چین بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې هېواد یې چمتو دی د کوکنارو د کښت پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغان کروندګرو سره مرستې وکړي. د چین بهرنیو چارو وزیر د دې تر څنګ په ډاګه کړې، سر له همدې میاشتې به افغانانو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شي


د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب رسا وايي: «په هغه صورت کې چې چینایان په افغانستان کې پانګونه پیل کړي، هم زموږ بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي او له بلې خوا د افغانستان دولت کولای شي خپله عادي او پراختیايي بودجه پیاوړې کړي. سیاسي چارو کارپوه فهیم چکري وايي:د چینایانو لپاره یوازینی غوراوی چې کولای شي له هغوی سره تعامل وکړي او د افغانستان له اړخه د ارامۍ احساس وکړي، اوس طالبان دي

نور یی ولوله | برتانیا حکومت له افغانستانه د خیریه کارکوونکو پر ځای د حیواناتو ایستلو لومړیتوب له کبله ‘پښېماني’ ښودلې

نور یی ولوله | د سي پیک پروزه تر افغانستان پورې غځول کیږي

چین ژمنه کړې چې د افغانستان ۹۸ سلنه صادرات به وارد کړي

له دې سره سم، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په‌دې کتنه کې چین ژمنه کړې چې د افغانستان ۹۸ سلنه صادرات به له مالیاتو پرته چین ته وارد شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «ټول توکي چې له افغانستانه چین ته له مالیې او محصول پرته لاړ شي او تعرفه يې ټیټه وي، ډېر ښه کار دی دا له چین سره زموږ د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې ګټوره تمامېدای شي


له بل لوري د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې هېواد د مالیې وزارت یوه پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي او همداراز د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو بهیر پر چټکتیا ټینګار شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button