نړیوال خبرونه

برتانیا حکومت له افغانستانه د خیریه کارکوونکو پر ځای د حیواناتو ایستلو لومړیتوب له کبله ‘پښېماني’ ښودلې

د برتانیا د خیریه چارو وزارت

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت پر خپل هغه کار پښېماني ښودلې، چې په وینا یې، تېر کال یې له افغانستانه د نوزاد په نامه د خیریه ټولنې د کارکوونکو د را ایستلو پر ځای حیواناتو ته لومړیتوب ورکړی و.

دغه وزارت ویلي، چې په دې برخه کې یې بدنیتي نه ده کړې او وايي، دا پرېکړه په اړیکو کې د یوې تېروتنې له امله شوې وه، چې په اړه یې همغه وخت له خپل پارلمان سره هم مالومات شریک کړي وو. د بریتانیا لومړي وزیر دفتر په دې موضوع کې خپله ښکېلتیا رد کړې. 

خو د له دې سره سره د سږ کال لومړیو کې یوه رپوټ کې د بهرنیو چارو کمېټې ویلي وو، ”ډېر لوړپوړي چارواکي ” باوري دي چې لومړي وزیر بورېس جانسن مداخله کړې او ”موږ د باور وړ بدیل توضیحات نه دي راکړل شوي. په رپوټ کې ویل شوي ”په حکومت کې له یوه بله ځایه له یوې مبهمې مداخلې وروسته په وروستي وخت کې د نوزاد کارکوونکي د ایستلو لپاره بلل شوي وو، سره له دې چې دوی د بهرنیو چارو وزارت د لومړیتوب درجه بندي نه ده لیدلې.  

نور یی ولوله | د ځمکې چټکې تاوېدنې د کوچنۍ ورځې نوی ریکارډ جوړ کړ

نور یی ولوله | د سي پیک پروزه تر افغانستان پورې غځول کیږي

نوزاد خیریه ټولنه د بریتانیا شاهي سمندري پوځي پاول (پین) پارټهینګ لخوا رامنځته شوې وه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خپلو کارکوونکو او حیواناتو ایستلو لپاره په پراخه کچه کمپاین وکړ.

س سرچینه،NOWZAD

د څارویو د هوساینې سازمان

پین فارتهینګ پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حیواناتو پالنې موسسې چارې سمبالولې

د نوزاد خیریه ټولنې پالل شوي حیوانات په یوه ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوي وو، د بریتانیا پارلمان غړو په وینا ”پاموړ ” سرچینې یې کارولې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button