روغتیاژوند او ټولنه

امیر خان متقي وايي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو شتمنۍ لوټ کېږي

دغه طالب چارواکی زیاتوي چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د افغان کډوالو په کورونو ننوځي او لوټ کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کیږي، نغدي شتمنۍ یې په زور اخیستل کیږي او د منقولو شتمنیو، ټرانسپورټي وسایلو او ان څارویو وړلو ته اجازه نه ورکول کیږي.

نور ولولئ: طالبان وايي چې تورخم ته د کډوالو د ثبت لپاره تخنیکي ډله رسېدلي

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ( نومبر په دویمه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره په لیدنه کې وکړې.

له افغان کډوالو سره په مرستو کولو خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را ايستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلند د افغانستان د حکومت او نړۍوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه کتنه کې متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ته وویل: «په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غير موجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کي تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ کيږي».

نور ولولئ: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل؛ تورخم کې ډېری کډوال را اوښتو ته انتظار دي

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان له بشري موضوعاتو او مهاجرینو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتا د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

له نړیوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه

ښاغلي متقي له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د کډوالو د ستونزو په برخه کې دې باید خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د یوناما مشرې مېرمن روزا اتونبایوا وویل، چې دوی وضعیت له نېږدي څاري؛ اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړۍوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

پاکستان کې افغان کډوالو ته د ټاکلي وخت د پوره کېدو نن دویمه ورځ ده. په زرګونه افغان کډوال د پولې غاړې ته راغلي دي؛ خو په تورخم او چمن کې د اوښتلو پروسه ورو ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button