نړیوال خبرونه

امیر خان ممتقي د ډرون الوتکو په اړه څه ویلي دي؟

د امریکا بې پیلوټه الوتکې د هیواد په فضا کې ګزمې کوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هېواد په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر ګزمې نیوکه کوي او له واشنګټنه غواړي چې د افغانستان  فضايي حریم نقضولو ته د پای ټکی کېږدي.

امیرخان متقي د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال، له نړۍ غواړي پر امریکا فشار راوړي چې د افغانستان هوايي حریم نقض نه کړي. هغه دغه کړنه د نړۍوالو قوانینو نقض او د دوحې د هوکړې پر خلاف ګني. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«دا د نړۍوالو قوانینو او هم د دوحې هوکړه لیک پر خلاف دي په دې هکله موږ په ځلونو له هغه پلاوي سره چې د امریکا استازی و خبرې وکړې، خبرې لرلې په ټینګار مو وویل چې له دې وروسته د افغانستان حریم باید نقض نه شي

امیر خان متقي په دې غونډه کې په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر ایمن الظواهري د وژل کېدو د ادعا په اړه وویل، امریکا لا تر اوسه داسې سند نه دی وړاندې کړی چې، له مخې یې د الظواهري وژل کېدل تایید کړي. نوموړی وايي، په دې تړاو د کابل څېړنې لا هم دوام لري:«تراوسه پورې نه امریکا کوم ثبوت پېش کړی او نه هم زموږ د څېړنو تنیجې تراوسه اعلان شوي، خو زه دومره ویلای شم هغه پلاوی چې ټاکل شوی د هغوی څېړنې تراوسه پورې نه دي اعلان شوي نه دي بشپړې شوي.

د بهرنیو چارو وزارت

نور یی ولوله | مجاهد: د رسنیو نوی قانون به ډېر ژر د کابینه تصویب ته وړاندې شي

نور یی ولوله | عبدالباقي حقاني : نړی باید اسلامي مارت سره رسمي تعامل وکړي

د بهرنیو چارو وزارت په ټينګار سره وايي، کابل د نورو هېوادونو پر وړاندې بې پرې او متوازن سیاست لري.

د بهرنیو چارو وزارت کونسلي رییس محمد شفیق خطیب څرګندوي:«په دې یوه کال کې موږ تقریباً درې نیم لکه، اسناد پروسس کړي دي او دا مو اجرا کړي دي او دا خدمات مو ترسره کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم هم وايي:«موږ وتوانېدو چې زموږ صادرات له یو مېلیارد ډالرو څخه زیات شي چې دا د شلو کلونو په لړ کې حتا د افغانستان په تاریخ کې بې سارې دی. په دې وروستیو کې د هېواد په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو د ګرځېدو په تړاو راپورونه خپاره شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button