سیمه ییز خبرونه

امیر عبدالمهیان: موږ په پاکستان کې ترهګر وژلي، نه پاکستانیان

د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي چې موږ په پاکستان کې د ایران دښمنان په نښه کړي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان نن د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې رسنیو ته وویل، پر پاکستان د دوی د برید موخه “په پاکستان کې ایراني ترهګر ” وو.

هغه تاکید کړی، چې د ایران بې پیلوټه الوتکو او توغندیو هېڅ یو پاکستانی وګړی نه دی په نښه کړی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان یو ښه ګاونډی، دوست او ورور وباله او ویې ویل: “د جیش العدل په نامه ډلې د پاکستان په ځینو برخو کې پناه اخیستې او په دې اړه مو څو ځلې د پاکستان له لوړ پوړو پوځي، امنیتي او سیاسي چارواکو سره خبرې کړې دي او دغو ترهګرو ډلو په تېرو ورځو کې په ایران کې عملیات کړي دي. د نورو شیانو تر څنګ یې د راسک په قوماندانۍ کې زموږ د پولیسو سرتیري شهیدان کړل. دا ایراني ترهګرو ته په پاکستان کې زموږ ځواب دی.”

پر جیش العدل او عراق د ایران بریدونه

امیر عبداللهیان ویلي، چې له رسنیو سره تر خبرو مخکې یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د برید په اړه خبرې کړې وې.

ایران پر پاکستان سربېره په عراق او سوریه کې هم بریدونه کړي، چې اسلام اباد او بغداد د خپلې بشپړتیا خلاف ورزي بللې ده.

نور ولولئ: ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: د افغانستان بد حالات؛ پاکستان او ایران د افغانانو ملاتړ خپل مسئولیت بولي

په مقابل کې حسین امیر عبدالهیان وايي، ایران د پاکستان او عراق ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري خو : “مونږ به هغوی ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ د هېواد له ملي امنیت سره لوبې وکړی او مونږ له ترهګرو سره د خپل هېواد د ملي امنیت په تامینولو کې هېڅ ډول پېژاند نه لرو.”

iran1
انځور؛ ایران په پاکستان کې تېره ورځ جیش العدل ډله په نښه کړه.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دغه هېواد پر خاوره د ایران د توغندیزې حملې په غبرګون کې دغه اقدام د ایران له خوا د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د تېرې شپې حملې بې اساسه او څرګندې دی.

پاکستان دغه بریدونه غندلي

د هغې په خبره، د ایران دا برید د پاکستان له ملي حاکمیت او د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له اهدافو او اصولو سرغړونه ده.

نوموړې زیاته کړې: ” دغه غیر دقانوني اقدام په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی او هېڅ توجیه نه لري.”

بلوچ وايي، پاکستان د دې غیر قانوني اقدام پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري او پایلې به یې په ایران پورې تړلې وې.

اسلام اباد ټینګار کړی، چې خپل پیغام یې د ایران حکومت ته رسولی دی.

اسلام اباد ادعا کړې چې د ایران په دغه برید کې دوه پاکستاني ماشومان هم وژل شوي، خو ایران بیا دا ډول تورونه ردوي او وايي دوی یوازې ترهګر په نښه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button