ژوند او ټولنههنر او ادب

امېنه کاچالیا؛ هغه هندۍ ښځه چې نېلسن منډېلا خوښوله

امېنه هغه هندۍ وه چې نېلسن منډېلا ورباندې زړه بایللی و او خوښېده یې

نېلس منډېلا یو ځل د ټوکې په انداز وویل: “کله مې چې ښځې وګوري او له ما سره دلچسپي ولري، دا زما نیمګړتیا نه ده. صادقانه باید ووایم چې زه پرې نیوکه نه کوم”.

نېلسن منډېلا – چې درې ځله یې واده کړی،‌ ان په زړبودۍ کې هم د نړۍ په لر و بر کې د ښځو پام پرې ور ټول و.

امینه په ۱۹۳۰ کال زیږېدلې. هغې د جنوبي افریقا د هغه وخت د توکمپال حکومت د تګلارې ضد خوځښت کې مهم رول لوبولی دی.

نېلسن منډېلان زندان کې او امېنه

امینه په ۲۱ کلنۍ د نېلسن منډېلا لیدو لپاره زندان ته ورغله. امینې له یوسف چچالیا سره واده وکړ چې نوموړی په ۱۹۹۵ کال ومړ، هغه وخت نېلسن منډېلا د خپلې دویمې ښځې د طلاق کار پیل کړی و.

د امینې زوی غالب چچالیا وايي: “موږ پوهېدو چې منډېلا او زما پلار خواږه ملګري وو. دی به ډېری وخت زموږ کور ته راته”.

نور ولولئ: پر مدهوبالا د پاکستان لومړی وزیر هم مئین و

دی وايي: “په ۹۰مو کلونو کې یو ځل، زما مور زه او خور مې څنګ ته کړو او راته یې وویل چې نېلسن منډېلا ورته د واده وړاندیز کړی چې هغې رد کړی دی”. هغه وخت منډېلا ۸۰ کلن او امینه ۶۸ کلنه وه.

له غالب مې وپوښتل چې ولې یې مور د داسې یوه مشهور سړي د واده وړاندیز رد کړ؟

د غالب ځواب دا و چې: “مور مې له نېلسن منډېلا سره مینه لرله، خو دې ته چمتو نه وه چې زما پلار پرېږدي. زما پلار له هغې ۱۵ کاله مشر و. ښايي د هغه له مرګ وروسته به دې نه غوښتل چې ژوند کې یې کوم بل څوک ور ګډ شي.

امینې منډېلا ته سموسې پخولې

امینې وروسته مرکه کړې او پکې ویلي یې دي له نېلسن منډېلا یې په زړه پورې خاطره دا ده چې له ولسمشر کېدو وروسته یې یوازې یو ځل کور ته ورغلې ده.

امینه په یوه مرکه کې وايي: “په پخلنځي کې پرلت وهلی و او ما ورته سموسې پخولې”.

امینه پخپل ژوندلیک کې د (وان هوپ اېنډ هسټري رایم) کې لیکلي، “یو ځل دریم وار له ګرېس میچل سره تر واده وروسته، نېلسن منډېلا جوهانسبرګ کې زما کور ته راغی او په ښکاره یې د خپلې مینې اظهار راته وکړ”.

“ما یې مخالفت وکړ او ومې ویل تا تازه واده کړی. زه ازاده یم او ته نه یې. نېلسن منډېلا په دې خبره په غوسه شو، که څه هم څو ځله یې وویل خو ما کبان پخول او بیا بهر ته ووت”.

امینه په خپل ژوندلیک کې وړاندې لیکي چې “نېلسن منډېلا هېڅ عاشقانه اړیکه نه لرله. ښايي د کلونو زنداني کېدو یې دا احساس له منځه وړی وي. زما هغه خوښېده، خو نه په هغه کچه چې زما له مرحوم مېړه سره به مې د هغه د زړبودۍ په کلونو کې لرله”.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button