نړیوال خبرونه

انجلینا جولي د پخواني مېړه سره ملاقات رد کړ

د هالیوډ شانداره ستورې او خيريه فعالې انجلينا جوليیو امریکایی لوبغاړی ، فلم جوړونکی ، او بشردوست ده د اکاډمي ایوارډ او درې گولډن ګلوب ایوارډونو په توګه د دې ډول ویاړونو ترلاسه کونکي هم ده، هغه څو ځله د هالیوډ ترټولو لوړ تادیه شوي اداکاره نومول شوې.

د نیا کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي اوسمهال ژوند له هم د نوي کورونا ويروس د تاثير څخه خلاص نه دی، نوی کورونا ويروس خاص او عام نه پېژني، اوس یې د انجلينا جولي او د هغه د پخواني خاوند ترمنځ وضعیت لا هم خراب کړی دی.

د انجلینا جولي پخوانی خاوند چې د جولي سره د بېلېدو وروسته یې د هغه سره تل يوه جنجالي اړيکه درلوده، حتی ددوی د اولادونو د ليدلو په سر هم، اوس بيا چې نوی کورونا ويروس را پيدا شوی او هرڅوک يې په کورونو کې قيد کړي، همداسې يې ددوی ترمنځ د ليدو کاتو پروسه هم ګډوډه کړېد جولي پخوانی مېړه ویلیام برد پيت په اوس وخت کې د خپلو اولادونو سره چې د هغه د پخوانۍ مېرمنې انجلينا جولي سره يو ځای اوسېږي نشي ليدلی، جولي اوس خپل پينځه اولادونه په لاس انجلس کې په يوه کور کې کرنټین کړي دي، د خپل پخواني مېړه په شمول هېڅوک د هغه ليدو ته نشي ورتلای، انجلینا جولي بيا ويلي دي چې ویلیام کولی شي څو مياشتې وروسته چې د کورونا ويروس په هکله ستونزې له مخې لرې شي خپل اولادونه وويني، خو د اوس لپاره به هغوی په کرنټین کې وي او هېڅوک به یې د ليدو اجازه ونلري..

ددوی ترټولو ځوان زوی مډوکس چې اوس ۱۸ کاله عمر لري، هم بېرته امريکا ته راغلی دی، مډوکس په اسيايي هېواد جنوبي کوریا کې پوهنتون لوست چې په جنوبي کوريا کې د پوهنتونو د روخصتېدو څخه وروسته بېرته امريکا ته ولاړ، مډوکس د جنوبي کوريا په پلازمېنه سیول کې د يونسي په پوهنتون کې زده کړې کوي انجيلينا جولي او برد پيت يو وخت کې د هالیوډ يو نمونه جوړه وه چې خدای خبر چا په سترګو کړل او د بېلتون يا طلاق وروسته یې هم ترمنځ اړیکې هېڅ وخت نورمالې نشوې او ورځ تر بلې لا پسې خرابېدې…

ددوی د بېلتون په هکله انجلينا جولي يو وخت په خپله يوه تلويزوني مرکه کې ويلي و چې د برد پيت سره يې لارې د خپل ژوند يوې سختې مرحلې بېلې کړې، دې پخپلو خبرو کې په يو ډول دا اعتراف وکړ چې کله يې مور د سرطان له ناروغۍ مړه شوه نو د خواشینۍ يو بې شانه ورځې شپې ورباندې راغلې، له دې وروسته پخپله وډاره شوه چې دا به هم سرطان لري، پخپلو تيو کې یې د سرطان شک درلود، وروسته یې خپل رحم د عمليات په واسطه لرې کړ، له دې وروسته یې خپل تخمدان هم عمليات کړ چې دا مرحله او وخت ټول ددې سبب شو چې د برد پيت سره خپلې لارې بېلې کړي.

انجلينا جولي او برد پيت دولس کاله يو ځای د يو بل سره اړيکې درلودې او په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې یې واده وکړ، دوی ټول شپږ اولادونه لري چې دری ېې په اولادۍ نيولي او دری يې بیا بيولوژيکي اولادونه دي، د بېلتون وروسته د اولادونه ولایت انجلینا جولي ته ورکړل شو او په دې‌ هکله ورسره برد پيت هم موافقت کړی و.

بلخوا د نورې دنیا په پرتله زیات شوۍ دۍ او دغه هېواد کې د نورې نړۍ په پرتله د خلکو دمړینې شمېر په سرعت سره په زیاتېدو دۍ. امريکا کې په نوي کورونا ويروس د مبتلايانو شمېر د چین ددوه چنده څخه هم زيات شو او ټول هېواد یې د يوې نامعلومې پايلې سره مخ کړی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button