Uncategorized

انجلینا جولي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه بشري ناورین دی

د هالیوو سینما ستوري انجلینا جولي له پاکستان د افغان کډوالو په جبري ایستنې خپله خواشیني ښودلي

د هالیووډ مشهورې ستورې انجلینا جولي په خپلې انستاګرام پاڼې له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې یو “ژور بشري ناورین” بللی دی.

هغې لیکلي، “پاکستان له لسیزو راهیسې د ډېرو افغان کډوالو کورنیو ملاتړ کړی دی. زه خواشینی یم چې دوی په ناڅاپه توګه هغه کډوال بېرته افغانستان ته اړوي چې په کې د ژوندي پاتې کېدو له ناممکنو واقعیتونو سره مخ دی.

نور ولولئ: طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

په افغانستان کې مېرمنې له ټولو حقونو او د زده کړو له اسانتیاوو بې برخې شوي ، ډیری یې زنداني کېږي او یو ژور بشري بحران دی.

دغه فلمي ستوري د پاکستان دا کار غمیزه بللي

انجلینا جولي وايي دا په نړیواله کچه د بشري حقونو د شاته تګ یوه بله بېلګه ده، او د افغانانو د کړاوونو په اوږده تاریخ کې یوه نوې غمیزه، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې له جنګ جګړې او بې ځایه کېدو پرته بل څه نه دي تجربه کړي.

افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کډوالو بېرته راستنېدو بهیر یو څه ورو شوی دی.

نور ولولئ: انجلینا جولي: پر فلسطینیانو د اسراییلو بمباري بشري جنایت دی

د پاکستان سترې محکمې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو په تړاو اعتراض رد کړی دی

یو شمېر سیاسي فعالانو د پاکستان سترې محکمې ته په یوې عریضې کې د چارسمبالي حکومت هغه پرېکړه د هېواد د “اساسي قانون پر ضد، ناقانونه او غیر انساني” بللې وه چې پر بنسټ یې هغه کډوال اېستل کېږي چې د دوی په وینا له لسیزو راهیسي هلته ژوند کوي.

د پاکستان ستر محکمه

عریضه کونکو ویلي عدلي او قضايي ادارو ورته ویلي چې “دا موضوع د بنسټیزو قانوني حقونو عملي کولو سره تړاو لری”.

خو اعتراض کوونکي وايي د پاکستان د قانون له مخې هر هغه څوک خوندي دی چې په دغه هېواد کې ژوند کوي. دوی ویلي د عالي محکمې د پرېکړې پر خلاف به د بيا کتنې غوښتنه وکړي.

د محسن دوړ، امنه مسعود جنجوعه، فرحت الله بابر د مشرانو جرګې غړي مشتاق احمد، جبران ناصر، ایمان زینب مزاري په ګډون د پاکستان یو شمېر سیاسي او د بشري حقونو فعالانو دا عریضه کړې وه.

له پاکستانه تازه رپوټونو کې ویل شوي، له دغه هېواد تر دې مهاله نژدې ۳۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت پرېکړې کړې وه چې په دغه هېواد کې “بې اسنادو” یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نېټې ووځي.

له بل لوري په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو، لا هم د کډوالو لپاره سرپناه او د ژوند نور سهولتونه نشته.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button