هنر او ادب

انجلینا جولي نن ( جون ۴مه) دغه نړۍ ته راغلي ده

اړوند خبرونه: 

انجلینا جولي د پخواني مېړه سره ملاقات رد کړ

د انجلینا جولي ښکلا لا هم مشهوره ده

له نن څخه ۴۹ کاله پخوا د ۱۹۷۵ د جون په ۴ مه نامتو امریکايي سینمايي ستورې او بشرپاله انجلینا جولي ( Angelina Jolie) د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې وزېږېده.

انجلینا جولي ګڼې جایزې لکه اسکر، د ګولډن ګلوب ۳ جایزې او ډېر نور میډالونه ګټلي دي.

جولي، چې کله په فلمونو کې کار کاوه څو ځلې تر ټولو د ډیرې اجورې ترلاسه کوونکې ستورې اعلان شوه.

دا لا ماشومه وه چې له خپل پلار جان ویټ سره یې په ۱۹۸۲ م کال په فلم کې کار وکړ خو یوه لسیزه وروسته په ۱۹۹۳م کال په سایبرک ۲ فلم کې په کار کولو په مسلکي ډول سینما ته مخه کړه.

دې په ۱۹۹۵ کال د هکرانو په فلم کې د اتلې یا اصلي لوبغاړې په توګه رول ولوباوه، په ۱۹۹۷ کې یې د جورج والس او په ۱۹۹۸ کال د ویجیا د ژوندلیکونو په فلمونو کې رول لوبولی دی.

دې په ۱۹۹۹ کال د پاشل شوې نجلۍ په ډرامه کې تر ټولو د غوره ښځینه لوبغاړې په خاطر د اسکر جایزه وګټله.

جولي پر هنري او فلمي کارونو سربېره د بشرپالو کارونو په خاطر ډېره مشهوره ده.

دا د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ ځانګړې استازې ټاکل شوې، د افغانستان په شمول یې د نړۍ دوولسو هیوادونو ته د کډوالو د وضعیت د کتلو لپاره سفرونه کړي دي.

اغلې جولي د امریکا د تفریحي صنعت تر ټولو اغېزمنه څېرمه پېژندل شوې او بېلابېلو رسنیو څو کاله دا د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه نومولې ده.

دا هم ولولئ:  ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره ترسره شوه

دې له جاني لي میلر، بیلي باب تورنټن او براد پیټ سره ودونه کړي او جلا شوې ده.

له پیټ څخه ۶ اولادونه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button