ژوند او ټولنه

انسان لپاره د قهوې ګټې

انسان لپاره د قهوې ګټې د رګونو سخت والی يو له هغه صحي ستونزو څخه دی چې د ډېری کسانو ژوند له ګڼو مشکلاتو سره مخ کوي، په خاص ډول د رګونو سخت والی په سړیو کې زيات رامنځته کېږي او د ډېر وخت لپاره پکې پاتې کیږي، په دې باندې قهوه ډېر ښه اثر لري،

چای یا قهوه قوي انتي اوکسيدان لري چې د رګونو د شخ والي مخه نیسي.په رګونو کې رامنځته کېدونکی هر زيان ټول بدن ته ضرر لري، په ځانګړي ډول هر غړي ته تللي رګونه چې خراب شي نو بيا هغه غړی د اوکسيجن له کمښت سره مخ کېږي او دا بيا نورې بېلابېلې ستونزې راپيدا کوي.د چای یا قهوې د ګټو او زيانونو په هکله کلونه کېږي چې خبرې او بحثونه کېږي،خو ډېری خلک په دې خبره لا هم نتیجې ته مدي رسېدلي چې قهوه څومره ګټې لري. په دې اخره کې په هسپانیا کې ترسره شوې يوې څېړنې د قهوې يوه متفاوته ګټه پيدا کړه،

ددې څېړنې په بنسټ هغه نارينه چې په ورځ کې يو ګيلاس قهوه څښي د نورو نارینه و په نسبت ۱۵ سلنه لږ د بې اولادۍ له ستونزې سره مخ کېژي، په دې مانا چې ددې ډول نارينه و جنسي مواد صحت کې وي او تر ډېره مهاله کولی شي خپله مېرمن حامله کړي.او ژرماشوم په خېټه کړي.صحت پوهان وايي چې د رګونو شخ والي ددې سبب کېږي چې د وينې فشار یا بلډ پریشر لوړ شي د وینې لوړ فشار بيا دې ته سببيت ورکوي

او د زړه عضلات ستونزه وويني ځکه د زړه عضلات د زياتې وینې پمپ کولو هڅه کوي او دا ددې سبب کېږي چې د زړه عضلات د وخت په تیریدو کم زوري شي.ددې ترڅنګ پوهان وايي چې په ورځ کې ترټولو زياته بايد دوه ګيلاسه قهوه وڅښل شي او له دې څخه زیاته نشي،د صحت پوهانو یا ډاکټرانو په وینا چې قهوه په عين زمان کې د ځيګر د التهاب او غوړېدو مخنیوی هم کوي،

دا هم ولولئ:  هره ورځ په نهاره یوازې دوه خرما وخورئ ډیرې ګټې لري
fb img 1613469593560

خو ددې ترڅنګ پوهان وايي چې زياته قهوه څښل بيا د زړه لپاره ښه نه ده.د صحت پالانو په وینا چې پخوا به د زړه او رګونو ناروغۍ په ۵۰ کلنۍ پيل کېدې خو اوس دا تر ۳۰ کلنۍ راټيټه شوې ده او ان ځوان کسان د زړه او رګونو په ناروغیو اخته کېږي، ددې سبب ناسم او غوړ خواړه، بې حرکته ژوند کول، چاپيريال او نور دي.اوسمهال ګه څوک غواړي په صحت کې ېې تغیر راشي نو قهوې نه دې ډېره استفاده کوي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button