هنر او ادب

انسټګرام کې یوه کامینټ له ډيپټیکا سره د رنویر سینګ مینه رسوا کړه

رنویر سینګ په انسټګرام کې د ډیپټیکا پر انځور کامینټ د هغه ښځه شکمنه کړه چې له دغه اداکارې سره مینه لري

د رنویر مېرمن او د انسټګرام استعمالوونکي له وخته د رنویر سینګ او ډیپټیکا اکاونټونه څارل او شکمن وو، ځکه دغه دواړو اداکارانو به یو او بل ته داسې کامینټونه کول چې په هغه کې به له یوه او بل سره د دوی مینه څرګندېده او دا یې په اثبات رسوله چې دوی اوس هم د پخوا په څېر له یو او بل سره مینه لري، خو توپیر دادی چې په اوس وخت کې یې نه ښکاره کوي او پټوي یې.

د ډيپټیکا پر عکس د رنویر سینګ کامینټ

ډيپټیکا پر انسټګرام یو ښایسته انځور چې تور خو چسپ لباس یې اغوستی و، پوسټ کړ. رنویر پر دغه انځور کامینټ وکړ او ویې لیکل چې یا خو ماته ګرانېږي او لا ورځ تر بلې جذابه کېږي. ډیپټيکا رېپلې ته راغله او ورته ویې لیکل، چې ته هم راته د پخوا په شان ګران یې، خو نه پوهېږم چې ولې؟ ډيپټیکا په همدې رېپلې کې پوښتنه ترې وکړه، ایا ته په رښتیني ژوند کې هم راسره همداسې مینه کوي؟ رنویر ځواب کې ورته ولیکل، البته؛ خو نورې کیسې په مسینجر کې ولوله. د البته ټکي ته ډيپټیکا د زړه لایک ورکړ او همدا څو رېپلې او د مسینجر پټه معما شوه چې د رنویر ښځې ته یې شکونه پیدا کړل او دا خبره د سوشل میډیا د بحث وړ او جالبه موضوع شوه.

نور ولولئ: د پراتیک او ایمي جیکسن د مینې کیسه

د رنویر او مېرمنې تر منځ ناندرۍ

ښځې، رنویر ته په غوصه شوه، خو رنویر ورته وویل چې زه ستا خاوند یم او له ډیپټیکا سره د زړه مینه لرم. د ښځې او خاوند تر منځ جنجال په ډېرېدو شو او له بلې خوا سوشل میډیا هم دې خبرې ته هوا ورکړه. همدې لاملونو رنویر سینګ مجبور کړ چې رسنیو ته راښکاره شي. هغه رسنیو ته وویل چې ډيپټيکا سره له دې چې د بالیووډ یوه ستوري او اداکاره ده، خو تر څنګ یې ښکلا هم لري چې زه یې ځان ته راکاږلی یم او نه شم کولی چې زه په انسټګرام کې د هغې ښکلا په انځورونو کې ننداره نه کړم. زه په عملي ژوند کې هم له هغې سره د پخوا په څېر مینه کوم او له دې څخه نه شم منکرېدلی، خو ډيپټيکا بیا رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button