Uncategorized

انټوني ګوتریش: د طالبانو بده ځانګړنه د ښځو پر حقونو وحشتناکه تېری دی

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه نورې اندېښنې هم شریکې کړي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، چې دوی به د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه وکړي.

د ښځو د محدودولو لپاره تر ۷۰ ډېر فارمانونه

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې به د “بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو” په اړه خبرې وشي، کوم چې هغه “د طالبانو د رژیم تر ټولو وحشتناک اړخ” بللی.

طالبانو د ښځو د حقونو او ازادیو د محدودیت په اړه تر ۷۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د ښځو پر ازادۍ او بنسټیزو حقونو وروستی ګوزار د امربالمعروف د نوي قانون توشېح کېدل وو.

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

نور ولولئ:  امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې له چین او روسیې پرته ټولو هېوادونو چې د طالبانو متحدین دي، د امربالمعروف قانون غندلی دی.

afghan (56)

ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یو.”

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ودې ویره

ګوترش په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د طالبانو د ملاتړ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ، چې دغه ډلې کولای شي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو تر څنګ د نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو او پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د روسیې سفیر ویلي، د داعش پر وړاندې د طالبانو له اقداماتو سره – سره دغه ډله توانېدلې چې په نورو هېوادونو کې هم بریدونه وکړي.

خو له دې سره، سره پر ملګرو ملتونو او نړیوالو نیوکه داده چې دوی له طالبانو سره د تعامل هڅه کوي، خو طالبان بیا د ښځو د حقونو مسئله په دوی پورې محدودې بولي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button