نړیوال خبرونه

انګلستان ته لېږدول شوي مهاجرین زرګونه افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

برتانوي چارواکي وايي د طالبانو لخوا د کابل له ولکه کولو راهیسې برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندل کېدو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوي دي ګارډین ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له خولې ویلي چې د ۱۶ زرو لېږدول شویو افغانانو له ډلې یوازې څلور زرو کسانو ته کورونه موندل شوي دي د رسمي شمېرو له مخې د اګست میاشتې راهیسې ۱۶ زره افغانان انګلستان ته لیږدول شوي دي

۱۲ زره افغان کډوال به د نوي میلادي کال پیل په هوټلونو کې د دایمي استوګنځایونو د ترلاسه کولو په هیله تېروي د بریتانیا د کورنیو چارووزارت ویاند وايي له ۳۰۰ ډېرو سیمه ییزو شوراګانو نه غوښتل شوي چې په ټول هېواد کې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنځایونو زمینه برابره کړي

په هوټلونو کې میشت ډېری افغانان د خپل ناڅرګند برخلیک له امله اندېښمن دي

دوی غوښتنه کوي چې که دوی ته استوګنځایونه ژر ورکړل شي نو دوی به خپل نوی ژوند پیل او بچیان به یې ښوونځیو ته تګ پیل کړي یو شمېر افغان کډوال وايي اوس چې په بریتانیا کې د کورونا وېروس پېښې بیا ډېرې شوي او له امله یې دوی په هوټلونو کې قرنطینېږي نو له دې سره به د دوی ژوند لا ستونزمن شي

نور یی ولوله | د طالبانو مشر بیا ټینګار کړی چې طالبان دې د عمومې عفوي فرمان درناوی وکړي

د بریتانیا په هوټلونو کې میشت افغان کډوال د دایمي ادرسونو د نه لرلو له امله د کار کولو اجازه هم نه لري او لویه برخه ماشومان یې له زده کړو تر دې مهاله بې برخې دي د لندن د ښاري شورا چارواکو د هوټلونو وضعیت ناوړه بللی او په هوټلونو کې یې د لوی شمېر ماشومانو د اوږدې مودې پاتې کېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده

د بریتانیا په هوټلونو کې میشت یو شمېر افغان کډوال بیا خوښ دي چې له افغانستانه ایستل شوي او وايي دایمي استوګنځایونو ته به انتظار وکړي

دا لا روښانه نه ده چې د بریتانیا په هوټلونو کې میشت افغان کډوال به کله دایمي استوګنځایونو ته ولېږدول شي په همدې حال کې د بریتانیا د حکومت د پرېکړې له مخې له نوي میلادي کال ۲۰۲۲ نه به له افغانستانه د ۲۰ زرو نورو هغو افغانانو د راواستلو بهیر پیل شي چې افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button