Uncategorized

اوتنبایووا: طالبان باید د ښځو د زده کړو په اړه اوسنی دریځ بدل کړي

د یوناما مشره وايي چې طالبان په دې عمل سره افغانستان نور هم منزوي کوي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په پیغام ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو په برخه کې د طالبانو د حکومت روانه کړنلاره د افغانستان د لا منزوي کیدو سبب ګرځي.

د چهارشنبې ورځ جنورۍ ۲۴( سلواغې څلورم) د زده کړو نړیوالې ورځې په توګه په نړۍ کې لمانځل کیږي.

د ښځو زده کړو ته اجازه ورکول د اسلامي هېوادونو غوښتنه

روزا اوتنبایووا په دې مناسبت په یو ویډیوي پیغام کې چې د یوناما له خوا خپور شوی ویلي افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د اجازې غوښتنه یوازې د لودیځو هیوادونو غوښتنه نه ده بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.

میرمن اوتنبایووا ویلي چې په دې وروستیو کې یې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرکز څخه لیدنه کړې او هلته هم په دې اړه بحثونه شوي دي.

afghan student۲

د یوناما مشرې ویلي چې دا د طالبانو د حکومت اساسي وظیفه ده چې د جنسیت ته د پاملرنې پرته د ټولو کسانو د زده کړو له حق څخه ملاتړ وکړي او د زده کړو د ښه کیدو لپاره کار وکړي.

نور ولولئ:  یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ: د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ

میرمن اوتنبایووا ویلي:” په اوسني مسیر باندې ټینګار یوازې ټولو افغانانو ته لا زیات زیان رسوي او افغانستان د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې څخه په انزوا کې ساتي. د همدې له امله زه د حاکمو چارواکو (طالبانو) څخه غواړم چې دا درک کړي چې زده کړې یوازې یو اخلاقي اړتیا نه ده، بلکې د یوې ټولنې د هوساینې او سولې لپاره خورا زیاته مهمه مسله ده”.

ټولو ته د زده کړو یو ډول حق ورکول

افغانستان کې د ملګروملتونو دغې لوړپورې چارواکې د زده کړو نړیواله ورځ د تلپاتې سولې لپاره د زده کړو په اهمیت باندې د پوهیدلو لپاره یو ښه فرصت ګڼلی او ویلي دي چې په افغانستان کې هم ټولو نجونو، ښځو، هلکانو او سړیو ته زده کړې د هغوی د یو حق څخه زیاتې مهمې ګڼل کیږي.

روزا اوتنبایووا وویل چې زده کړې د افغانستان راتلونکی بنیاد جوړوي او ټینګار یې کړی چې ددغه هیواد د نن او سبا د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره زده کړې لکه څنګه چې کاراو کسب، متحرک اقتصاد، د طبیعي پیښو اود اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره اړتیا ده دغسې اړینې دي.

روزا اوتنبایووا وویل چې افغانانو پخوا شاعران، معماران، پوهان او حتی ستور منزلي نړۍ ته ورپیژندلي دي او په دې میراث باید افغانان و ویاړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button