اقتصاد او سوداګري

اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات درې برابره زیات شوي

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې په جریان کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو، صادراتو او ترانزیټي توکو کچه له یو میلیون مټریک ټنو اوښتې ده. د وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې ټولټال ۱٬۰۰۳٬۸۲۱ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي د هېواد د رېل پټلۍ شبکو له لارې لېږدول شوي دي.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د انتقالاتو تر ټولو لویه برخه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوې چې ۶۸۸٬۴۷۴ مټریک ټنه توکي پکې لېږدول شوي دي. همداراز د آقینې بندر له لارې ۹۵٬۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۷٬۳۶۹ ټنه او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۲٬۸۵۷ ټنه انتقالات ثبت شوي دي.

حیرتان بندر د انتقالاتو تر ټولو لویه برخه ترسره کړې

د شمېرو له مخې، حیرتان بندر لا هم د افغانستان د رېل پټلۍ د سوداګریزو فعالیتونو مهمه دروازه ګڼل کېږي. دغه بندر د ټولو ثبت شویو انتقالاتو تر نیمایي ډېر بار لېږدولی او د هېواد د وارداتي او ترانزیټي فعالیتونو په پراخېدو کې مهم رول لري.

چارواکي وایي، د روان کال په ثور میاشت کې له ټولو انتقالاتو څخه ۴٬۲۴۶ مټریک ټنه صادرات هم شوي چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه بهرنیو بازارونو ته لېږدول شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریز فعالیتونه چټک شوي

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر ۱۴۰۴ کال په ورته موده کې د انتقالاتو اندازه ۳۳۲٬۸۳۷ مټریک ټنه وه، خو سږ کال دغه شمېر ۱٬۰۰۳٬۸۲۱ مټریک ټنو ته رسېدلی چې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

دا هم ولولئ:  طالبانو د بنجشیر «۲۵۴۷» قیراطه زمرود پلورلي دي

اقتصادي شنونکي باور لري چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی نه یوازې د سوداګرۍ د پراختیا لامل کېږي، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د ملي عوایدو په لوړولو او د ترانزیټي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

د ټولګټو وزارت وايي، هڅه کوي د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو سوداګر وکولای شي خپل مالونه په چټک، ارزانه او خوندي ډول انتقال کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button