کورني خبرونه

اوس تاسو کولی شی چې د ګېټ پاس څخه بغیر پاکستان ته داخل شی

 افغانستان افغانستان

اوس تاسو کولی شی چې د ګېټ پاس څخه بغیر پاکستان ته داخل شی. پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان مرکزي حکومت کابینې د «ګیټ پاس» د ختمولو پریکړه کړې ده

د پاکستان د لومړي وزیر مشاور شهزاد ارباب په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې کابینې په تورخم د غیرقانوني پیسو اخیستلو مسئلې ته په پام دغه پریکړه کړې ده هغه زیاته کړې چې لومړي وزیر عمران خان امر وکړ چې هغه افغانانو ته چې د پاکستان ویزې لري پاکستان ته داخلیدو اجازه ورکړي.

پاکستان,ته داخل شی,ګېټ پاس

هېره دې نه وي چې د پاکستان حکومت محدود شمېر ګيټ پاس چې له مخې يې مسافر کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي، هغه افغانانو ته ورکولو چې د نورو هیوادونو ویزې یې درلودلې.

دا هم ولولئ | د کرکټ نړیوال جام ته ورځې پاتې دي

خو په ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې د یو ګيټ پاس لپاره پاکستاني چارواکو له افغانانو له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې ډالر اخیستل. همدا راز ځینې مسافر به له رسمي ګيټ پاس سره سره پاکستان ته داخلیدو لپاره نه پرېښودل کیدل.

د تورخم لاره چې ننګرهار ولایت د قبایلي سیمې خیبرایجنسۍ سره نښلوي د تېرو څلورو میاشتو راهیسې پاکستان لوري د دوه طرفه تګ راتګ لپاره بنده کړې ده اوسمهال یواځې افغانان کولای شي چې له پاکستان څخه افغانستان او له پاکستاني اتباع له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button