نړیوال خبرونه

اول ځل د کورونا ويروس واکسينو ازمايښت پيل شو

کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او۰ ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ

اوسمهال د برېتانيې په اکسفورډ پوهنتون کې د کورونا ويروس لپاره جوړ شوي واکسين په انسانانو ازمايښت پيل شو. د رسنيو د راپورونو په وېنا، د واکسين د ازمايښت په لومړۍ مرحله کې په يو وخت کې درې ادارو کې دا ازمايښت پيل شوى دى چې له ١٨ څخه تر ٥٥ کلونو پورې عمر لرونکو ٥٠٠ کسانو باندې به دا ازمايښت ترسره شي

دغه کسانو په انلاين بڼه په رضاکار ډول ځانونه دې کار ته اماده کړي و، په لومړۍ برخه کې چې کوم کسان په دې ازمايښت کې برخه اخلي، د هغوى لپاره د پوره روغتيا شرط ورکړل شوى و، په دې کسانو کې هېڅ الرجي، کېسنر يا د کورونا ويروس نښې بايد نه وي.

د روغتياپالانو اراده دا ده چې د دې ازمايښت لپاره ١٠٠٠ کسان راجستر کړي او هغه بيا په دوه ډلو ووېشي، چې دواړو ډلو باندې بيل بيل واکسين وازمايي.

په دې ازمايښت کې برخوال به څو وارې څېړنيز مرکز ته بلل کېږي او همدا راز هغوى ته به د سفر مصارف او د نورو مصارفو لپاره ٦٢٥ پاونډه هم ورکول کېږي.

د اکسفورډ پوهنتون او امپيريل پوهنتون ته د کورونا ويروس د واکسين جوړولو لپاره نورې ٤١ ميليون پاونډه فنډ ورکړل شوى دى، تر څو د واکسين د څېړنې او ازمايښت ژر تر ژره پاى ته ورسېږي.د واړه ټيمونه په ډېرې خوارۍ او زيار سره کار کوي.

..

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button