افغانستان

اوچا: “افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه بای پای ته ورسېږي”

اړوند خبرونه:

د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي

طالب چارواکی: هو، له یوې ښځې سره مې زنا کړي ده

د پوهنې نړۍوالې ورځې په را رسېدو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې دې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو بندیز پای ته ورسیږي. اوچا ټینګار کړی چې زده‌کړې د انسانانو بشري حق او ورته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن جمعه د (سلواغې پنځمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې دې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو بندیز پای ته ورسیږي.

د یاد سازمان په وینا په افغانستان کې د «نجونو لپاره د منځنیو زده کړو یا له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو بندیز، چې درې کلونه یې پوره شول کې، ۱.۵ ملیونه نجونې د زده کړو له اساسي حق څخه محرومې کړې دي.»

که څه هم اوچا د کومې ډلې نوم نه دی اخیستی خو د طالبانو له خوا پر افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

ټیک ۱۲۲۵ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او په بیلابیلو پلمو خپل دغه کار ته دلایل لټوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button